اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د پاك افغان پولې بندېدو له امله په پاكستان كښې د افغانانو د ستونزو نوټس اخستې دې۔ د كورنيو چارو وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اړوندو چارواكو ته پاكستان ته د راغليو افغانانو وګړو د وېزې په اړه ستونزې په سمدستي توګه د لرې كولو امر كړے۔ د كورنيو چارو وزير په امر د پېښور ريجنل پاسپورټ دفتر ته د افغان وګړو د وېزو پراختيا اختيار وركړے۔ د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي د د دې اقدام مقصد د افغانانو ستونزې له مېنځه وړل او په قانوني توګه پاكستان ته راغليو ته اسانيې وركول دي۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania