اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د چین کمپنۍ جیریح ډلې د خېبرپښتونخوا آئل اینډ ګېس کمپنۍ سره د مفاهم په یادښت لاس ليك كولو سره وئيلي سيمه كښې د تیلو لټولو کمپنیو حاجت پوره كولو له خېبرپښتونخوا كښې د 15000 بی پی ډی ریفائنری جوړولو اراده لرو۔ د د جیریح ډلې چیف ایګزیکټو آفسر ایچ ای لی د پېښور دوره وكړه او د ټیکنیکل ډلې سره ئې د كے پي انرجی او پاور سیکتر انجینئر محمد نعیم خان، د منصوبه بندۍ او پرمختګ سیکتر شهاب علی شاہ او چیف ایګزیکټو آفسر ریاض الدین او د کے پی ډی جی اېم او جی سی ایل نعمان اکبر سره ئې وليدل۔ په دې موقع یریح ډلې د ټولو امکانات جاج اخستو نه پس صوبه كښې خپله منصوبه مخ په وړاندې بوتللو د خپلې خوښې څرګندونه وكړه۔ د کے پی او جی سی ایل تیار شوي ابتدائی فزیبلټی سټډی پلاوي ته وړاندې كړې شوه۔ په دې مهال د خیالاتو څرګندونه كښې چیف ایګزیکټو آفیسر ریاض الدین ووئيل دې منصوبې سره بالواسطه او بلاواسطه به 10 زره نوكرۍ پيدا شي او خېبرپښتونخوا كښې ای او پی کمپنیو ته به ګټه وشي
د چین کمپنۍ جیریح ډلې د خېبرپښتونخوا آئل اینډ ګېس کمپنۍ سره د مفاهم په یادښت لاس ليك وكړو
مضمون کا ماخذ : bolão quina