اسلام آباد24 نومبر(اے پی پی) د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي په كنټرول لائن د هندي جارحيت بايد بشپړ ځواب وركړې شي٬زمونږ پوځ د هند په مقابل كښې لس چنده زيات طاقتور او اسلامي جذبه لرونكې دے٬حكومت بايد ټوله نړۍ كښې د هند اشتعال انګيزي او جنګي جنون په ډاګه كړي٬د هارټ آف اېشيا كنفرنس كه د هند په حائ كوم بل هېواد كښې وي نو پاكستان دې ضرور لاړ شي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د اعتراض په نكته ووئيل په كشمير كښې د هند جارحيت٬ظلم او زياتې روان دے چې مقصد يې پاكستان په دفاعي پوزيشن اودرول دي۔ده ووئيل د پاكستان پولې غېر محفوظه ا و دغلته اوسېدونكي پاكستانيان يرولو له هڅې كوي۔ده ووئيل هند ته بايد به بشپړ قوت سره ځواب وركړې شي٬ ده ووئېل پاكستان هم يو اتومي قوت دے٬مونږ په دې منطقه كښې امن غواړو۔تېره ورځ زمونږ 9 بې ګناه وګړي شهيدان شول٬ايمبولينس په نښه كړې شوې او تر دې دمه زمونږ 150 كسان د هندي جارحيت ښكاره شوي دي۔ ده ووئېل مونږ له دا معامله نړۍ ته ښودل دي
په كنټرول لائن د هندي جارحيت بايد بشپړ ځواب وركړې شي
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha