اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د پلاننګ كميسون دوهم چيئرم??ن سرتاج عزيز وئيلي دي چې د ټرانسپورټ او مواصلاتو څانګه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د سي ډي ډبليو پي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د ټرانسپورټ او مواصلاتو په اړه د 24.2 ا??به ډالرو د ماليت د پروژو منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت د ټرمينل اسانيې او د خشك بندر ځايونو اپ ګرېډېشن لپاره د 2 ا??به 36 كروړه 95 لكه 60 زره روپو پروژه وړاندې كړې شوه د كومې چې غونډې منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت د اثاثو بحالې لپاره د 10 ا??به 49 كروړه 4 زره روپو پروژه وړاندې كړې شوه كومه چې نورې منظورې لپاره اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رېلوے وزارت په څلورو واړو صوبو كښې په كال 2010م كښې د سېلاب له امله شوي د اثاثو زيان او بحالې لپاره د 9 ا??به 93 كروړه 35 لكه 68 زره روپو د لګښت پروژه وړاندې كړه كومه چې اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رېلوے وزارت د يو ارب 24 كروړه 21 لكه 61 زره روپو يوه بله پروژه وړاندې كړه٬ غونډې د دې منظوري وركړه۔ د بلوچستان حكومت په تف??ان بازار چاغي كښې د سردار عبدالله كلي سړك جوړولو لپاره د 16 كروړه 97 لكه 57 زره روپو پروژه وړاندې كړه د كومې چې منظوري وركړې شوه۔
د ټرانسپورټ او مواصلاتو څانګه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات