واشنګټن 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې ??اك??تان د ترهګرې په ضد جنګ كښې فعاله شراكت دار دے٬ ??اك??تان افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ ده دا خبرې ن??ويارك ټائمز سره په يوه مركه كښې كړې دي كومه چې د شورو په ورځ خپره شوې۔ وزيراعظم څوك چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو په لړ كښې په نيويارك كښې دے٬ ووئيل چې په ??اك??تان كښې دا تاثر دے چې د ترهګرې د لعنت په ضد سره د ټولو هڅو د امريكې لخوا د ??اك??تان ډاډګېرنه نه ده شوې او زمونږ د قربانې بېزه جوړول كېږي۔ ده ووئيل چې مونږ د ترهګرې په ضد فعاله شراكتدار يو٬ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې لكه څنګه چې په امريكائي مېډيا كښې رپورټ شوې چې د ??اك??تان په اړه د امريكې ن??ې پاليسي او د هن?? په پلو د هغې په ټېټېدلو په هېواد كښې سخت غبرګون موندل كېږي او تجزيه كوونكو خبردارې وركړې چې د امريكې د نوې پالېسې د ګارګر كېدو امكان نشته او دې سره به په افغانستان كښې د امن مقص?? په ترلاسه كولو كښې مشكل پېدا شي او له بلې خوا ??اك??تان كوم چې د ترهګرې په ضد نړيوال جنګ كښې لوي قيمت ادا كړے٬ څو ځله په دې خبره زور وركړے چې هغه د ترهګرو په ضد د كوم فرق نه بغېر كارروائي كوي او انتهاخوښي عناصر په تښته دي او هغو په ګاونډي هېواد افغانستان كښې پناه اخيستې۔ وزيراعظم نيويارك ټائمز سره په مركه كښې ووئيل چې د ??اك??تان وسله والو ځواكونو افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ شاهد خاقان عباسي په سپيو ټكو كښې ووئيل چې د ??اك??تان پوځ په سيمه بېرته كنټرول ترلاسه كړے او اوس د ترهګرې هېڅ يوه اډه نشته۔ نيويارك ټائمز د وزيراعظم په اړه وئيلي دي چې ??اك??تان سره ټېكټيكل نيوكلير وسله نشته۔ ده ووئيل چې ??اك??تان سره مختصر فاصله ويشتونكې ن??وكليئر وسله ده كومه چې د جنګ په مېدان كښې كارولو لپاره نه ده ډيزائن كړې شوې او دا په سخت حفاظتي كمانډ اېنډ كنټرول كښې ده۔
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نيويارك ټائمز سره مركه
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا