اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هدایت كړې دې چې نړيوالو سيالو له چمتو كولو له دې د هاكۍ لوبغاړو ته هر ډول آسانۍ وركړې شي ٬ هاكۍ ته به ددې پخوانې مقام يو وارې بيا وركوؤ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ایشیا کپ او ورلډ کپ ګټونكي د پاكستان هاكۍ لوبډلې پخواني كپتان اصلاح الدين صديقي سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې اصلاح الدین صدیقی وزیرِ اعظم ته خپله سوانح عمري’’ډیش تھرو مائی لائف‘‘ وړاندې كړه۔ اصلاح الدین صدیقی تېره شپه د هاکی چېمپئن شپ په اختتامي مېچ كښې په ګډون او د لوبغاړو په ډاډګيرنه د وزيراعظم خصوصي مننه وكړه۔ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل پاكستاني هاكۍ لوبډلې تر څو لسيزو د هېواد او قام نامه روښانه ساتلې ده٬ د قامي لوبې هاكۍ په پاكستان كښې موجود صورتحال اندېښمن دے۔ په پاكستان كښې به كه پاك پروردګار ته منظور وي د هاكۍ لوبې پخوانے مقام يو وارے بيا بحالولو له هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د اصلاح الدین صدیقی په څير لېجنډ د پاکستان اصل اتلان دي٬ حکومت به ځوانانو كښې د هاكۍ لوبې ودې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې نړيوالو سيالو له چمتو كولو له دې د هاكۍ لوبغاړو ته هر ډول آسانۍ وركړې شي۔
نړيوالو سيالو له چمتو كولو له دې د هاكۍ لوبغاړو ته هر ډول آسانۍ وركړې شي ٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ