د قامي اسمبلۍ غونډه به په ټاكلي وخت پيل كيږي٬ تاخير به نه كېږي٬ سردار اياز صادق


اسلام آباد۔26اپرېل(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اسمبلۍ ته وئيلي دي ټولو سېكترانو ته چيټۍ استولې شوې چې د قامي اسمبلۍ غونډه به په ټاكلي وخت پېل كيږي په دې كښې به كوم تاخير نه كېږي۔ كه مونږ غونډه په ټاكلي وخت پېل كړؤ نو غړي به خپلې نورې هلې ځلې هم روانې ساتلې شي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې غړو ته ده ووئيل مونږ ټولو ډویژنونو ته هم چيټۍ لېږلې چې د جوائنټ سېكتر تر كچې افسر دې د خپل بزنس په ورځ غونډه كښې خپله موجودګي باوري كړي دغسې چې وزيران كه اضافي معلومات ته اړتيا لري يا كوم دستاوېزات غواړي نو چې هغه په وخت وركړے شي۔ ده د مسلم ليګ (ن) چیف وهپ ډاکټر طارق فضل چوهدری ته ووئيل د پټروليم وزير بايد دلته موجود وے٬ د وزارت لخوا رالېږلے شوے ډائرېكټر مونږ بېرته لېږلے ٬ د جوائنټ سېكرټري د كچې آفيسر دې دلته موجود وي۔ ده ووئيل د پټروليم وزارت لخوا دا درخواست ترلاسه راغلے چې د پام ګرځونے نوټس دې وځنډولے شي٬ هغه مونږ ته دا نه شي وئيلې چې مونږ به ايوان څنګه مخ په وړاندې بيايؤ۔ ده ډاكټر طارق فضل چوهدري ته ووئيل چې هغه د پټروليم وزير راوبلي كه اړوند وزير موجود نه ؤ نو د اجتماعي ذمه وارۍ له مخې كوم بل وزير ته به ئۍ خپل بزنس سپارلے ؤ۔ د پټروليم او مواصلات وزيرانو بزنس په ايجنډا موجود دے هغوي راوبللئ