??سل??م آباد 06 جنوري(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې د مذهبونو ترمېنځه همغږي د وخت ضرورت دے٬ بايد د ټولو مذهبونو سكالران د مكالمې په عمل كښې ګډون وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په پېښور پوهنتون كښې د سيرت چېئر تر سېوري لاندې د مذهبي همغږۍ كنف??نس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مذهبونو كښې مشتركه اصول كه مخې ته كېښودې شي نو د اړي ګړي او امتياز خاتمه ممكنه ده۔ ده ووئيل په سیرت النبیﷺ او د قران په تعليماتو عمل نه كولو سره ??سل??مي نړۍ د انخطاط ښكار شوې۔ احسن اقبال ووئيل په سیرت النبيۖ كښې مونږ ته د كا??يابه قيادت ماډول رامخې ته كوي ٬ بيا بيا تقسيم او فرقه پرستۍ سره مونږ تباهۍ پلو تللې يو۔ ده ووئيل د نائن اليون نه نه پس ??ين?? عناصرو د ??سل??م نامه كارولې او د ??سل??م او مسلمانانو بدنامولو هڅه ئې كړي او د ??سل??مي هېوادونو تشخص ته مسئله رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل نبي کریمﷺ د سماجي انصاف اصولو له مخې ټولنه جوړه كړې د كومې په سوب چې ??سل??م په تند رفتارۍ سره خپور شوے۔ ده ووئيل د سماجي انصاف سره سره محمد ۖ د بشري حقونو چارټر هم رامخې ته كړې۔ده ووئيل په سیرت النبيۖ كښې مونږ ته د كا??يابه قيادت ماډول اېښودې شوې خو د بده مرغه مسلمانان د دې ماډل پېروي نه كوي۔ وفاقي وزیر ووئيل سیرت چئیرز له د روايتي ادارو په ځائ د نبي پاكۖ تعلميات عام كولو او د جديدو مسئلو هوارے ممكنه جوړولو له كارولو ته اړتيا ده ٬ هيله ده چې دې ادارو څخه به ښه ريسرچ پېپرز په نړيواله كچه رامخې ته شي ۔ په دې موقع د لوړو زده كمېسون چيِئرمېن ډاكټر مختار احمد او د سيرت چيېر چئیرمېن او د لوړو زده كړو كمېسون ډاِرېكټر ډاكټر پروفېسر قبله اياز هم وېنا وكړه
بايد د ټولو مذهبونو سكالران د مكالمې عمل كښې ګډون وكړي
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena