اسلام آباد۔05اپرېل(اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د ژوندو ځناورو درآمد په اړه درآمدي پالېسۍ آرډر 2022 اړوندو شقونو كښې د بدلون منظوري ور??ړې ده ۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خرم دستګير خان٬سيد مرتضٰی محمد٬سيد نويد قمر٬اېم اېن اے او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬وزيرمملكت مصدق مسعود ملك٬خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬خاص مرستيال ډاكټر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم رابطه كار رانا احسان افضل٬وفاقي سېكرټريز او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د تجارت ??زارت ??خوا د ځناورو صحت په اړه د ملګرو ملتونو ډبليو او اے اېچ ادارې په هدايات او د اصولو په رڼا كښې د ژوندو ځناورو درآمد په اړه درآمدي پالېسۍ آرډر 2022 كښې د بدلون سمري وړاندې كړې۔دغسې اي سي سي د بحث نه پس د درآمدۍ پالېسۍ آرډر 2022 اړوندو شقونو كښې د بدلون منظوري ور??ړې۔په غونډه كښې د سركاري ودانيو تعمير او مرمت په مد كښې د هاؤسنګ اينډ ور??س وزارت ??پاره د 299.99 ملين روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري هم ور??ړې شوې ۔دغسې د ټيكسونو او ډيوټيانو ادائيګۍ په مد كښې د انټلي جنس بيورو لپاره د 87.167 ملين روپو ضمني ګرانټ هم منظور كړے شوے او د تجارت ??زارت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ??ه اړه سمرۍ ځنډولې شوي۔
د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د ژوندو ځناورو درآمد په اړه درآمدي پالېسۍ آرډر 2022 اړوندو شقونو كښې د بدلون منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2