اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د سول اېوي اېشن سلاكار سردار مهتاب احمد خان په مشرۍ كښې په سول اېوي اېشن ډويژن كښې د لوړې پاې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پي آئي اے چيئرمېن او د اېوي اېشن سېكتر عرفان الٰهي٬ د سول اېوي اېشن اتهارټې ډائرېكټر جنرل ائير مارشل﴿ر﴾ عاصم سليمان٬ د انټي ناركوټېكس فورس ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال مسرت نواز ملك٬ د ائرپورټ سېكورټي فورس ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال علي عباس حېدر٬ د پي آئي اے لنډ مهال چيف اېګزېكټو آفيسر نيئر حيات٬ چيف كلكټر كسټم٬ د پي آئي اے سېكورټي چيف برېګېډئر ﴿ر﴾ محمد آصف خان او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پھ هوائي اډو د نشه اي توكو مخ نيوي او فول پروف امنيت باوري كولو لپاره د سنټر آپرېشنل كمېټې جوړولو پشمول د ګڼ شمېر اقداماتو منظوري وركړې شوه۔ غونډې ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم سلاكار سردار مهتاب احمد خان ووئيل چې له بده مرغه په تېر وخت كښې په داسې پېښو پرده اچولو پالېسۍ په نتيجه كښې په داسې جرائمو كښې ككړ بچ پاتې شوي خو زمونږ په نزد د هېتهرو ائير پورټ پېښه يوازې د ائير لائن معامله نه بلكې د دې تعلق د پاكستان وقار سره دے۔ ده ووئيل چې د دې معاملې د هر اړخ به سپېځلې پلټې كولې شي او په دې كښې ككړ كسان به په هر قيمت انجام ته رسولې شي او غفلت كوونكو سره به هم رعايت نه شي كولې۔ ده ووئيل چې په هوائي اډو د نشه اي توكو د قاچاق په كېسونو كښې په ككړو او د دوي په نېټ ورك دې هم نظر وساتلې شي او د تفتيش نظام دې لا ښه كړے شي۔ بايد په دې لړ كښې كومه انكوائري په التوا كښې پاتې نه شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د برتانيې په هېتهرو هوائي اډه د پي آئي اے د الوتكې څخه د هيروئن ترلاسه كېدو په لړ كښې تر اوسه په سركاري توګه كومه اطلاع نه ده راغلې۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې په سباؤن كښې د داسې پېښو مخ نيوي لپاره دې د هوائي اډو د انجنيئرنګ په څانګه كښې د غېر متعلقه خلقو تګ راتګ بند كړے شي او هلته د كار كوونكو ملازمينو دې د سي سي ټي وي كېمرو او بائيو مېټرك نظام د لارې څارنه وكړې شي۔ د انټي ناكوټېكس فورس لخوا غونډې ته ووئيل شول چې اے اېن اېف په ټول هېواد كښې په ټولو هوائي اډو د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي لپاره فعاله كردار ترسره كوي۔
د وزيراعظم د سول اېوي اېشن سلاكار سردار مهتاب احمد خان په مشرې كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل