پېنډۍ ۔15اکتوبر(اے پي پي) د اطا??وي بحریې ایئر کرافـټ کیریئر کاوور او فریګیټ الپینو په خپله دوره پاكستان ته راورسيدل۔ د كراچۍ بندر ځاے ته راغلے دا د اطاليه اولنے ايئر كرافټ كيريئر دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې كراچۍ ته په رارسېدو د پاك بحريه اعلی چارواكو او اطا??وي سفير د جهازونو هركلے وكړو۔ د اطا??وي سمندري جهاز سره د اطالين نېوي اعلی چارواكو او د دفاعي صنعت پلاوي هم د كراچۍ دوره وكړه۔ کمانډر کراچی وائس اېډمرل فېصل عباسی د اطا??وي ایئر کرافټ کیریئر دوره وكړه۔ اطا??وي سفیر او د بحريه اعلی چارواكو كمانډر پاكستان فلېټ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په سباؤن كښی په بحري همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دورې په مهال به پاك بحريه ٬ اطا??وي ائير كرافټ کیرئیر اسټرائیک ګروپ او F-35 Lightning II جنګي جهازونه بېل مشقونه كوي۔ د اطا??وي سفير وېنا وه چې پاك بحريه د منطقې مهم بحري قوت دے او د پاك اطا??وي معاشي او دفاعي مرستې امكانات روښانه دي
د اطالوي بحریې ایئر کرافـټ کیریئر کاوور او فریګیټ الپینو د پاكستان په دوره راورسيدل
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا