پرمختللې هېوادونه بايد د پاكستان پشمول پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د اضافي مالي مرستې رسنې په اړه پخپلو وعدو عملدرآمد وكړي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب


واشنګټن 17 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئېلي دي پرمختللې هېوادونهو له د موسمياتي بدلونونو چېلنجونو مقابلې كولو لپاره د پاكستان پشمول پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د اضافي مالي مرستې٬ټېكنالوجۍ منتقلۍ او د كار استعداد كښې ښه والي راوستو له پخپلو لوظونو عملدرآمد كول پكار دي٬د پاكستان حكومت د نجي څانګې سرمايه كارۍ او پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ صلاحيت او استعداد څخه ګټه پورته كولو لپاره د ماليات جديد ماډلز ډاډګيرنه كوي٬نړيوال بانك او آسيائي پرمختيائي بانك د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ واشنګټن ډي سي كښې د آئي اېم اېف او نړيوال بانك كلنې غونډې په موقع وي 20 وزارتي ډائيلاګ ته خطاب٬نړيوال بانك او آسيائي پرمختيائي بانك صدرانو او نورو مهمو شخصياتو سره د ملاقاتونو په مهال په خبرو كښې وكړه ۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان موسمياتي بدلونونو څخه ځپليو هېوادونو كښې شامل دے ٬د كال 2022 سېلاب څخه په پاكستان كښې 33 ملين كسان ځپلې شوي او د هېواد مجموعي قامي پېداوار ته نزدې 15.2 ارب ډالرو زيان رسېدلے۔د خزانې وزير ووئيل پرمختللې هېوادونو له د موسمياتي بدلون چېلنجونو مقابلې كولو لپاره د پاكستان پشمول پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د اضافي مالي مرستې٬ټېكنالوجۍ منتقلۍ او كار استعداد كښې ښه والي له په خپلو لوظونو عملدرآمد كول پكا ردي۔د خزانې وزير د كوپ 27 په مهال د زيان په اړه د فنډ په جوړولو كښې د پاكستان هڅې هم رامخې ته كړې ۔د خزانې وزير د تركيې خزانې وزير مهمت سمسيك سره هم ملاقات وكړو۔د خزانې وزير د تركيې او پاكستان ترمينځه به تاريخي٬سياسي٬دفاعي او تعليمي څانګو كښې په اړيكو رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان تركيې سره دوه اړخيزه تجارت كښې د اضافې خوښي لري٬دا مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت حجم حقيقي استعداد څخه كم دے چې پكښې اضافه كول ضروري ده ۔په ملاقات كښې ډلو دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې اضافه او د برېښنا پیداوار او تقسيم په څانګه كښې د تركيې تجربات څخه استفاده كولو ته اتفاق وكړو ۔د خزانې وزير محمد اورنګزېب د نړيوال بانك سینئیرمنیجنګ ډائریکټر ایګزیلوان ټروټسن برګ سره ملاقات كښې د پاكستان لپاره د نړيوال بانك جاري مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ ملاقات كښې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو پشمول نورو پروژو لپاره آئي ډي اے سيمه ايز وسائل كارولو په اړه د معاملات هم تفصيل سره جاج واغست۔۔د نړيوال بانك صدر اجے بنګا سره په ملاقات كښې د خزانې وزير د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بانك كردار او په مرسته رڼا واچوله۔د خزانې وزير د نړيوال بانك صدر ته د سټينډ بائي لوظ نامې له مخې د معيشت د پتل پاتي نمو٬ټيكس٬توان او نجكارۍ په حقله په اصلاحات هم ووئيل۔ډلو د 10 كلونو لپاره د رولنګ كنټري فريم ورك پلان سره هم اتفاق وكړو۔د نړيوال بانك صدر د معيشت استحكام او په محصولات كښې د اضافې لپاره د اصلاحات او ډيجيټلائزېشن پروګرام په لړ كښې د خپل ملاتړ باور وركړو ۔د خزانې وزير د نړيوال بانك صدر ته د پاكستان دورې كولو هم بلنه وركړه ۔د آسيائي پرمختيائي بانك صدر مساتو ګو آساكاوا سره په ملاقات كښې د خزانې وزير د هېواد پرمختګ او سماجي خوشحالۍ كښې د نړيوال بانك كردار او مرسته وستائېله۔په ملاقات كښې د آسيائي پرمختيائي بانك سره د پاكستان شراكتداري قوي كولو او رعايتي فنانسنګ او سباؤن پروژو لپاره د فنډز رسنې په چارو په خبرې وكړې۔بلخوا د ډوېلپمنټ فنانس كارپورېشن چيف ايګزېكټو افسر نيتهن سكاټ سره په ملاقات كښې پاكستان كښې د كارپورېشن سرمايه كارۍ كښې د پراختيا چارو جاج واغستلے شو۔دغسې سكاټ نيتهن هېواد ته رامخې ته شوو معاشي مسئلو حل كولو باور وركړو ۔د خزانې وزير ووئيل د پاكستان حكومت د نجي څانګې سرمايه كارۍ او پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ صلاحيت او استعداد څخه ګټه پورته كولو لپاره د ماليات جديد ماډلز ډاډګيرنه كوي۔ده ووئيل كاروبار او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي ته حكومت وړومبي پام لرنه كوي او په هېواد كښې سرمايه كارۍ كوونكو ته هر ډول آسانۍ باوري كولې شي۔په ملاقاتونو كښې د خزانې سېكرټري امداد الله بوسال او د پاكستان پلاوي نور غړي هم موجود وو

متعلقہ مضامین