اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري۔ د زيارت په ورځ په خپل ټويټ كښې د خزانې وزير ووئيل زه آئي اېم اېف سره له مذاكراتو وروستو دوحه ته رسېدلې يمه٬ تېره ورځ زمونږ د پلاوي د آئي اېم اېف ډلې سره ګټور او تعميري مذاكرات وشؤ۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل په مذاكراتو كښې په فروري 2022 كښې په تېلو د سبسډي وركولو په شمول د مالي كال 2022 په مهال په مالي خسارو هم خبرې وشوې۔ په دې مهال د كال 2023 د هدفونو هم جاج واخستې شو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ سختې زري پالېسۍ او مالياتي استحكام مضبوطولو ته اړتيا لرؤ په دې پس منظر كښې حكومت مالي كال 2023 كښې د بجټ خسارې كمولو عزم لري۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د آئي اېم اېف ډلې په تېلو او برېښنا د وركړې شوې سبسډي بېرته اخستو اهميت په ډاګه كړو كومه چې تېر حكومت آئی اېم اېف سره د كړې لوظنامې برعكس وركړې وه۔ ده ووئيل حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري۔ په دې مهال د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه په دوحه كښې د شويو مذاكراتو نه وروستو د خزانې وزارت لخوا په جاري كړې شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې پاكستانۍ ډلې په دوحه كښې د آئي اېم اېف مشن سره په اوومه جائزه مذاكرات وكړل۔ تر يوې اونۍ دوام لرونكې مشاورت كښی كال 2022 لپاره زري او مالياتي صورتحال او مالي كال 2023 لپاره د تجويز كړې شوي ګامونو جاج واخستې شو۔ آئي اېم اېف په حكومتي اقداماتو او په خاص توګه په برېښنا او تېلو د سبسډي په وركولو او د نورو خسارو د لاسه په رامخې ته شوي مالياتي او د جاري حساباتو كھاتو په صورتحال اندېښنه ښكاره كړه۔ د آئی اېم اېف ډلې په تېلو او برېښنا د سبسډي بېرته اخستو په اهميت زور راوړو كومه چې تېر حكومت آئی اېم اېف سره د كړې لوظنامې برعكس وركړې وه۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري
حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري٬ د خزانې وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ