اسلام آباد۔25مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری كوټ ډي واغ سره د اقتصادي او كلتوري اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې كوټ ډي واغ ته د پاکستانۍ وريژو ٬ طبي او جراحي آلاتو ٬ دويانو او د لوبو سامان برآمدات زياتولو پراخا امكانات شتون لري۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت كوټ ډي واغ (آئيوري كوسټ) لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير محمود اختر محمود سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل پاكستان كوټ ډي واغ سره په زړه پورې اړيكې لري ٬ نومولې شوې سفير دې كوټ ډي واغ سره د تجارتي او اقتصادي اړيكو زياتولو لارې ولټوي۔ صدر مملكت د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې لا پياوړې كولو له د كلتوري اړيكو زياتولو په حاجت زور راړو۔ ده ووئيل نومولې سفير دې كوټ ډي واغ سره اولسي تړون ته د ودې وركولو امكانات ولټوي او دوه اړخيزه همكاري زياتولو له بايد هڅې وكړي۔ صدر مملکت محمود اختر محمود ته كوټ ډي واغ لپاره د پاكستاني سفير په حېث په تعينات كېدو مباركي وركړه۔
كوټ ډي واغ ته د پاكستانۍ وريژو په شمول د يو شمير برآمداتو زياتولو امكانات شتون لري٬ صدر مملكت
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena