اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې “د ګھړۍ غل ٬ د توشه خانې غل دې راوړاندے شي” آوازونه لګولې شي خو عمران خان غائب دے ٬ عمران خان كه حاضر نه شي نو بايد ګرفتار كړے شي٬ د جېل بھرو شوق به يۍ ترسره شي۔ د نهې په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل عدالت پوښتنه كوي چې تورن چرته دے؟ ځواب وركړے شو د وخت نشوو وئيلې٬ عمران خان سره رابطه نه كېږي۔ عدالت د ګھړۍ غلا كوؤنكي د حاضرۍ پوښتنه كوي كوم چې تر دې دمه نه دے حاضر شوے٬ فارن ايجنټ ضمانت كولو سره په بېنكنګ كورټ مهرباني كوي۔ په توشه خانه كېس كښې په ده فرد جرم لګېدونكے دے دغې څخه هم دے مفرور دے۔ دې ووئيل كه نواز شريف سره د خپلې لور عدالت ته وړاندے كېدے شو نو عمران خان سره د بشری بي بي او فرح ګوګي ولې نه شي وړاندے كېدے۔ د ګھړۍ غلا كوؤنكيه فارن ايجنټ ځواب به وركول وي چې توشه خانه دې ولې لوټ كړه؟ د خانه كعبې ګھړۍ دې ولې خرڅه كړه؟ بشریٰ بی بی د توشه خانې د هيرو امېل ولې خرڅ كړو؟ عدالت ته وړاندې كېدو سره دې ځواب وركړي۔ دې ووئيل فارن ايجنټ دې ځواب وركړي چې د خېرات پېسې يۍ په سياست ولې مصرف كړې؟ د خپلو ملازمينو نجي اكاؤنټس يۍ مني لانډرنګ لپاره ولې وكارول؟ د شوكت خانم روغتون د خېرات پېسه په نجي هاؤسنګ سوسائټۍ كښې ولې مصرف كړې شوه؟ د ووټن كركټ كلب څخه په لكھونو ډالر ولې واخستلې شؤ؟ فارن فنډنګ د هېواد په ضد ولې وكارولے شو۔
“د ګھړۍ غل ٬ د توشه خانې غل دې راوړاندے شي” آوازونه لګولې شي خو عمران خان غائب دے ٬ وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : رومن دولت