اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) په پاکستان كښې د چين په سفارتخانه كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو ځوانانو د خلائي سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې پوهه زياتولو٬ ترقۍ ته وده وركولو او عملي او دوستانه مرسته زياتولو لپاره 15م تائيکوناټس آف شنزو په اړھ د يوې دستورې تابيا شوې۔ د جاري بيان له مخې اسلام آباد كښې د چين په سفارت د اېس سي او فرينډشپ او د مرستې كمېشن (جي اېن اېف سي سي)، د چائنا مېنډ سپيس اېجنسي، آل چائنا يوتھ فېډريشن، چائنا سونګ چنګ لنګ فاٶنډېشن او د اېس سي او يوتھ کميټي سېكرټرېټ د دستورې په ګډه كوربتوب كولو۔ په دستوره كښې د چين د سفارت ناظم الامور پينګ چنکسو، د پاکستان سائنس فاٶنډيشن چيئرمين شاهد محمود بېګ، د انسټي ټيوټ آف پيس اينډ ډپلوميټک سټډيز باني آصف فرحت، د انسټي ټيوټ آف سپېس ټيکنالوجي اسلام آباد غړو او د بېلا بېلو سكولونو پاكستانيانو زده كوٶنكو ګډون كولو۔15م تائيکوناټس آف شنزو ون يونټ ځوانان نړۍ كښې د اسرار لرونكې او متنوع كائنات لټون له د ھغوي خوبونه رښتيا كولو لپاره مهم دے٬ دا ځوانان د چين او پاكستان سفيران دي او دواړو هېوادونو اميدونه دي، دا رشته د د يو نسل نه بل ته منتقل كېدل پكار ده٬ سږ كال د بېلټ اېنډ روډ انېشيټو پراجېكټ او د سي پېك لسمه سالګره ده او سائنس او ټيکنالوجي كښې مرسته د دې مهمه برخه ده او يقيني ده چې د سي پېك اعليٰ معيار او تل پاتې پرمختګ لپاره به قوي مرسته رامخې ته كوي۔ د يادونې وړ ده د چين او پاكستان ترمېنځه د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې مرستې كولو يو شمېر ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي چې پكښې پاكستان كښې د داروګانو تخمونه او د چين د خلائي سټېشن څخه د تجربو نه پس بېرته راستنېدل هم شامل دي ٬دغسې د چين پرمختګ او د چين جديديت به پاكستان او نړۍ لپاره لا موقعې راپېدا كړي۔
د چين په سفارت كښې د 15م تائيکوناټس آف شنزو په اړه دستوره تر سره شوه
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ