اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې نړيواله ورورولي دې راوړاندې شي او د تركيه د ځپليو بحالۍ له دې چې څومره هم كېدې شي د خپلې برخې كردار ترسره كړي، پاكستان په دې سخت وخت كښې تركيه سره ولاړ دے٬ د تركيه زلزله ځپليو له به د روانې مياشتې تر پايې 13 سوه ټنه د مرستې توكي تركيه ته ورسولې شي٬ د مارچ په مهال به 1700 ټنه د مرستې سامان تركيه ته كه لويے څښتن ته منظور وي لېږلې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د تركيه خپلې دورې په مهال نيوز ايجنسي انادولو سره مركه كښې ووئيل د يخنۍ موسم څخه ساتنې له خېمو ته خصوصي پام ګرځولې شوې دې۔ په پاكستان كښې خېمې جوړونكي صنعت سره به ډېر زر ملاقات وكړم٬ تركيه ته د خېمو په لېږلو كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔ د مصيبت په دې وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس لخوا ترك وروڼو خوئېندو سره د يو والي څرګندونه كوم كومو څخه چې په دې زلزله كښې عزيزان جدا شوي دي٬ مونږ په دې ځاني او مالي زيان زياته خفه شوې يؤ۔ ده دعا وكړه چې د كائناتو مالك دې د بلها رحمتونو په طفيل زمونږ ترك ورونړا خوئېندې د نور غم او دړد نه وساتي۔ ده ووئيل مونږ په حق رسېدليو له لاس په دعا يؤ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ تر دې دمه خپلو ترك وروڼو له 500 ټنه نه زيات د مرستې سامان تركيه ته رارسولې دې او د خېمو په شمول نور سامان به رالېږلې شي۔ په خپله مركه كښی شهباز شریف ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې زمونږ د مرستې ډلو لږ تر لږ 14 كسان ملبې څخه ژوندي راويستلې دي او د لويے څښتن په فضل هغوي صحتمند دي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستاني اولس لخوا مرستې سره سره وزيرانو هم خپله يوه تنخوا ځپليو له عطيه كړې ده۔ دغسې د پاكستان پارليمان هم د يوې مياشتې تنخا دې لپاره بېله كړې ده۔ وزیراعظم شهباز شريف ووئيل ما پاكستاني اولس ته اپيل كړې چې هغوي راوړاندې شي او په دې سخت وخت كښې ترك وروڼو خوئېندو سره د يو والي څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل پاكستان څخه د يخنۍ نه ساتلو له د خېمو يوه ډكه الوتكه تركيه ته رسېدونكې ده۔ ده ووئيل زمونږ منصوبه د زرګونه ټنه مرستې سامان تركيه ته د رسولو ده۔ وزیراعظم ووئيل ترك صدر طيب اردوان سره زما تفصيلي ملاقات وشو۔ ده ووئيل هغه يو عظيم لارښود او هغه د لارښودنې بشپړ صلاحيتونه لري۔ وزيراعظم ددې باور څرګندونه وكړه چې د ترك صدر په مشرۍ كښې به حكومت او اولس ډېر زر دې ستونزې څخه راوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل تركيه سره مونږ ورورلي لرؤ او مونږ د يوې كورنۍ په شان يؤ۔ اګركه تاسو ترك ژبه وايۍ او مونږ اردو خو د دې باوجود چې تاسو څه وايۍ مونږ په هغې پوهېږؤ٬ مونږ يوځائې ژوند كوؤ او يو ځايې مرؤ۔ وزيراعظم زياته كړه چې دا هغه جذبه ده او دا هغه محرك دے۔ ده ووئيل زمونږ د ورورولۍ اړيكې پېړو څخه راروانې دي۔ وزیراعظم شهباز شريف ووئيل ځينې خلق دا وائي چې د پاكستان او تركيه اړيكې د تحريك خلافت زمانې څخه دي او دا خبره تر څه حده سمه هم ده ولې چې په برصغير كښې د تحريك خلافت مشري محمد علي او شوكت علي جوهر كړے وه۔ ده ووئيل په كوم وخت كښې چې ترك اولس د خپلې آزادۍ جنګ كولو نو په دغه موقعه مسلمانانو مېرمنو ٬ ځوانانو او برزګانو چې څه هم كولې شؤ هغه يۍ ترك وروڼو له كړي وو۔ وزيراعظم وئيل د برصغير مسلمانانو مېرمنو په تركيه كښې خپلو ترك وروڼو خوئېندو ته خپل بنګړي ٬ كالي ٬ نقدې پېسې او جامې عطيه كړې وې۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه يو بل سره د مذهب په سوؤنو كاله پخوانيو اړيكو تړلي دي۔ وزيراعظم ووئيل تركيه تل په سختو حالاتو كښې د پاكستان مرسته كړې ده كه د كال 2005 زلزله وه يا په كال 2010 كښې راغلې سېلاب۔ ترك اولس ٬ حكومت او زمونږ ورور طيب اردوان خپلو وروڼو خوئيندو له د خپل وس له مخې ډېر څه كړي دي۔ ده ووئيل كله چې په كال 2010 كښې د سېلاب دلاسه د پنجاب او سندھ په يو شمېر سيمو كښې زياته تباهي رامخې ته شوه نو ترك صدر طيب اردوان په ذاتي توګه د پاكستان دوره كړې وه٬ دې سېلاب ځپليو سيمو ته لاړو او د لكھونو ډالرو عطيې يۍ وركړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم له به په فوري توګه خپله غونډه رابلل وي۔ ده د او آئي عمومي سېكتر ته خواست وكړو چې هغه دې د تنظيم غونډه راوبلي دغسې چې ټول اسلامي هېوادونه د ترك اولس مرستې له د فوري مرستې پېكج جاج واخستې شي۔ وزیراعظم ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به هم خپل كردار ترسره كوي۔ د ترك وروڼو په نامه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل كوم سخت صورتحال سره چې ترك اولس مخ شوے دے مونږ پرې سخت خفه يؤ۔ ده ووئيل مونږ ترك اولس سره ولاړ يؤ۔ ده ووئيل زما ورور طيب اردوان په دې صورتحال كښې خپلې ډلې سره تر ټولو وړاندې دې او پوخ عزم لري۔ هغه يوې كوټلې ارادې سره د سخت موسم پرواه كولو نه غېر د ځپليو مرستې او بحالۍ له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل ترك يو عظيم او مېړنې قوم دے كوم چې كلك عزم لري۔ په تېر وخت كښې هم ترك قوم زيات جنګونه كړي دي او هغه يۍ ګټلې هم دي۔ ده ووئيل ترك قوم د سترو قربانيو وركولو له كبله د رامخې ته كېدونكي قوم په توګه منلې شوې دې۔ وزيراعظم د خپل دې لوظ يو وارې بيا پخلې وكړو چې تر كومې د تركيه وروستې وګړې په مناسبه توګه بحال شوے نه وي مونږ ته به آرام رانشي۔ وزيراعظم دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په تركيه خپل رحم او كرم وكړي۔
نړيواله ورورولي دې د زلزله ځپليو په بحالۍ كښې خپل كردار ترسره كړي٬ پاكستان په دې سخت وخت كښې تركيه سره ولاړ دے، د روانې مياشتې تر پايې به زلزله ځپليو له 1300 ټنه د مرستې توكي تركيه ته ورسولې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف انالودو سره مركه
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی