حكومت به د روغتيا آسانۍ تر عام وګړي رسوي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د روغتيا نړيوالې ادارې (اېچ ډبليو او) استازي سره ملاقات


APP37-061123 ISLAMABAD: November 06 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar receives a key signifying the provision of multiple mobile health units to the Government of Pakistan by WHO. APP/TZD/ZID

اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د بنيادي روغتيا آسانۍ د هر پاكستاني حق دے او حكومت به دا تر عامو وګړو رسووي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلو اېچ او ) استازي ډاكټر پليتھا ماهي پالا سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان او اړوندو چارواكو هم ګډون كولو۔ وزيراعظم د پاكستان د روغتيا په څانګه كښې په اصلاحات كولو د روغتيا نړيوالې ادارې او نورو همكارانو مننه وكړه۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول په ګرد هېواد كښې د بنيادي روغتيا مركزونو د اپ ګرېډېشن اقدام ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا د عطيه كړو موبائل هېلتھ کلینکس او اېمبولېنسز د لارې به د بنيادي روغتيا آسانۍ د وګړو تر درشل ورسولې شي۔ په ملاقات كښې وزيراعظم ته ووئيل شول په پاكستان كښې د 464 بنيادي روغتيا مركزونو اپ ګرېډېشن په مېګا پراجېكټ روان كار به په راروانو دوو مياشتو كښې ترسره شي۔ د دې منصوبې لاندې په اپ ګرېډ كېدونكو طبي مركزونو كښې د سندھ 202 ، د خېبر پښتونخوا 64 ٬ د بلوچستان 131 ٬ د پنجاب 26 او د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان مركزونه شامل دي۔ دې منصوبې سره به پاكستان كښې د بنيادي طبي آسانيو مضبوطيا او دې ته وده وركولو له مرسته ترلاسه شي چې ورسره به په لويو روغتونو فشار كم شي۔ دوي ووئېل دا د پاكستان اولنې لويې پروګرام دے د كوم د سېوري لاندې چې په لويه كچه د روغتيا آسانۍ اپ ګرېډ كولې شي۔ وروستو وزيراعظم د روغتيا نړيوالې ادارې او د قامي روغتيا وزارت ترمينځه د تفاهم په يادښت د لاسليك دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیرِ اعظم د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا د عطيه كړو 5 اېمبېولېنسونو ٬ يو موبائل كلينك او 2 وېكسي نېشن وېنز څارنه هم وكړه

متعلقہ مضامین