اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د چېمبر آف كامرس پخواني صدر ظفر بختاوري ??ه مشرۍ كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري غړو پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په اسلام آباد او چكوال كښې انډسټري سره په اړوندو معاملو ا?? د هېواد په معاشي صورتحال بحث وكړے شو۔ سپيكر د معاشي هلو ځلو ??دې لپاره د كاروباري ??رورولۍ د هڅو ستائنه وكړه او دوي ته يۍ د پېښو مسئلو په حل كولو كښې د هرې ممكنه مرستې باور وركړو دغسې چې كاروباري ??رورولۍ سره معاشي هلو ځلو ته وده وركولو كښې مرسته وكړې شي۔ ملاقات كښې په چكوال او ګوجر خان كښې د انډسټريل اسټېټ جوړولو په اړه هم خبرې وشوې۔ د چكوال چېمبر آف كامرس صدر په چكوال او ګوجر خان كښې د انډسټريل اسټېټ جوړولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې دې سره به سيمه كښې د روزګار موقعې رامخې ته شي او د اولس د ژوند معيار به ښه شي۔ اسپیکر د چكوال صدر وړاندېز سره اتفاق كولو سره انډسټریل اسټیټ جوړولو له په ترجيحي بنيادونو د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو ا?? په دې لړ كښې يۍ د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔
د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د ظفر بختاوري په مشرۍ كښې د اسلام آباد او چكوال چېمبرز غړو پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں