صحافت د جمهوريت٬احتساب او متنوع غږونو لپاره پليټ فارم وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔د سېنېټ چيئرمېن پېغام


اسلام آباد 03 مئی (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د صحافت څانګه٬جمهوريت په برقرار ساتلو٬احتساب ته وده وركولو او متنوع غږونو لپاره يو پليټ فارم وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔د جمعې په ورځ د صحافت نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل پاكستان او د ټولې نړۍ خبريالانو ته د هغو په خذمات پیرزوينې وړاندې كوو۔ده ووئيل راځۍ چې په دې ورځ مونږ د صحافت د آزادۍ تحفظ او د هغې په ځاې ساتلو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل د صحافت د طالب علم په حېث سره د دې عظيمې پيشې سره ذاتي تعلق لرم او د خبريالانو حوصلې د زړه څخه منم۔د سېنېټ چيئرمېن د صحافت د آزادۍ تحفظ او د خبريالانو كار كولو لپاره په محفوظ ماحول پیدا كولو زو راوړو۔ده ووئيل د پرېس آزادي د قوي او پرمختګ خوښي جمهوريت د بنياد تيګه ده او صحاقت د كوټلي پرمختګ يو كليدي محرك دے۔د صحافت د آزادۍ په دې ورځ راځۍ چې هغه وګړو ته پېرزوئنې وړاندې كړو او هغوي د حقونو د تحفظ عهد وكړو كوم چې مونږ ته په هر ډول حالاتو كښې خبر رارسوي