اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن شازيه مري وئېلي دي هېواد ته دا مهال رامخې ته شوے تر ټولو سنګين چېلنج معيشت دے او مونږ د زياتې شوې ګرانۍ په سبب غريبې طبقې ته د ورمخې ته شوو ستونزو څخه خبر يو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې په اسلام آباد كښې د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وزيرمملكت فيصل كريم كنډي سره شريك خبري كنفرنس په مهال كړې۔شازي مري ووئيل په هېواد كښې موجوده معاشي بحران د پاكستان تحريك انصاف د تېر حكومت د ناقص حكمرانۍ او معاشي پالېسو نتيجه ده او هېواد د دې دلدل څخه ويستلو لپاره د زيات وخت او هڅو ضرورت دے ۔دې د پي ټي آئي په حكومت او معاشي پالېسو د تنقيد كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې موجوده حكومت د پاكستان غريب اولس دړد څخه غافل نه دے۔ دې ووئېل د پي ټي آئي حكومت برعكس موجوده مخلوط حكومت د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كلن بجټ 70 فيصده زياتولو سره د 235 ارب روپو نه 400 اربه روپو ته رسولے ۔دې ووئيل په بجټ كښې د اضافې څخه بي آئي اېس پي به د ټولنې غريب او بې وسه طبقې ته نيغ په نيغه رقم منتقلۍ سره له مرستياله ثابت شي۔خبري كنفرنس ته د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وزير مملكت فيصل كريم كنډي ووئېل پي پي د رياستي ادارو ترمينځه د تصادم په حق كښې نه ده ٬دغه وجه ده چې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرپرسن په هېواد كښې د موجوده سياسي پولرائزېشن څخه راپېدا شوي بحران مخ نيوي لپاره د اپوزېشن ګوندونو پشمول سياسي اسټيك هولډرز سره د خبرو اترو لپاره يوه مصالحتي كمېټۍ جوړه كړې۔شازيه مري د مېډيا پرسنز د پوښتنو ځواب كښې د دې خبرې پخلے كړے چې پارليمان سپريم اداره ده او د دې په تقدس كومه سمجهوته به ونه كړې شي
حكومت د غريب اولس د دړد نه غافل نه دے٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كلن بجټ 400 اربه روپو ته رسولے شوے ۔شازيه مري
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز