اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي)وفاقي حكومت د بلوچستان لپاه 110 بلين روپۍ(400 ملين امريكائي ډالره) په لګښت د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو په پيكېج عملدرآمد لپاره خپلې هڅې تندې كړي٬په دې اړه د كال 2022 سېلاب تعمير او بحالۍ پروژې وړومبې باضابطه سټيئرنګ كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔د غونډې شريكه مشري د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د بلوچستان وزيراعلٰی لخوا د خزانې او منصوبه بندۍ صوبائي وزيرانو وكړه۔په غونډه كښې د اوبو وسائلو وزارت سېكرټري٬د منصوبه بندۍ اډېشنل سېكرټري٬د منصوبه بندۍ وزارت استازو ګډون وكړو او د اقتصادي چارو ډويژن٬د بلوچستان صوبائي استازي او نور سټيك هولډرز هم په غونډه كښې ګډون كولو۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير په دې خبره رڼا واچوله چې د بلوچستان سماجي او اقتصادي پرمختګ د تېر كال اپرېل څخه اقتدار كښې د راتللو نه پس د پي ډي اېم حكومت وړومبې ترجيح وه۔ده ووئيل د تباه كن سېلاب په تناظر كښې د صوبائي حكومت سره د سېلاب نه پس د بحالۍ او تعمير نو هڅو كښې مرستې لپاره د مالي وسائلو كمے ؤ ٬لهذا وفاقي حكومت د ورلډ بانك څخه قرضه ترلاسه كړه او دا رقم په بلوچستان كښې د سېلاب نه پس په بحالۍ او معاش كښې اضافې له د ګرانټ په توګه خرڅ كوي۔د بلوچستان حكومت لخوا د منصوبه بندۍ وزير او د خزانې وزير د بلوچستان په پرمختګ كښې د خاص خوښۍ لرلو او په بلوچستان كښې د سېلاب نه پس د كارونو مالي اعانت لپاره د قرض په متحرك كولو د وفاقي حكومت هڅې وستائېلې۔د سوشل سكټر اينډ ډيوليشن ممبر رفيع الله كاكړ ګډون كوونكو ته ووئيل ايكنك په دې وروستيو كښې د دې پروژې منظوري وركړی او د دې پروژې وړومبے پړاؤ به په دوه كاله كښې بشپړ كړے شي
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سېلاب ځپليو سيمو د تعمير نو او بحالۍ پروژې د وړومبې باضابطه سټيئرنګ كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل