په قامي اسمبلۍ كښې د بيلو ګوندونو غړو د اعتراض په نكته بيلې مسئلې حل كولو له د اقداماتو غوښتنه


اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ د بېلو ګوندونو غړو د شورؤ په ورځ د اعتراض په نكته بېلې مسئلې په ډاګه كړې او ددې مسئلو حل كولو له يۍ د اقداماتو كولو غوښتنه وكړه۔ د شورؤ په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې اسد نيازي د اعتراض په نكته ووئيل دا ايوان دا پرېكړه كړې چې كوم كسان د بجلۍ بل وركوي هغه دې د بجلۍ د بندش اجتماعي سزا برخه جوړ نه كړې شي۔ ده ووئيل په كراچۍ كښې شل شل ساعته د بجلۍ لوډشېډنګ كيږي۔ د 200 یونټ ريليف وركولے شي ٬ ميټر ريډر له ټاكلې ورځې څخه وروستو ريډنګ اخلي۔ الېکټرک دې د 200 یونټس په اړه سپېځلتيا رامخې ته كړي۔ میر منور تالپور ووئيل په اېل بي او ډي د واپډا په اربونو روپۍ مصرف كولې شي ، وفاقی حكومت دې اېل بي او ډي ته د نېچرل ډرېن درجه وركړي او دې لپاره دې وسائل بېل كړي٬ د بارانونو د لاسه په سندھ كښې زيات زيان شوے دے ٬ د اېن ډي اے اے او پي ډي اېم اے لخوا تر دې دمه كوم اقدامات نه دي شوې۔ جنېد اکبر خان ووئيل د ملاکنډ ایجنسۍ درګئ تحصيل كښې درې بجلي ګھر دي خو ددې باوجود په دغه تحصيل كښې د برېښنا اوږد لوډشېډنګ كيږي٬ واپډا وائي لائن لاسز دي خو حقيقت دا دے چې ترسيلي نظام زيات پخوانے دے۔ ده ووئيل زمونږ په وسائلو كښې زمونږ برخه مونږ ته راكول يو آئيني حق دے۔ سعد وسيم ووئيل زمونږ په حلقه كښې دې پاسپورټ مسئلې حل كړې شي چرته چې 6 څخه تر 8 مياشتو كښې پاسپورټ جاري كولې نه شي۔ اقبال آفریدی ووئيل په خپلو وسائلو دې د قوميتونو حق تسليم كړے شي٬ پارليمان څخه غوښتنه ده چې په 11 اكتوبر د پشتونو جرګه كيږي دې څخه وړاندې دې دھرنا كوؤنكو سره مذاكرات وكړې شي۔ شرميلا فاروقي ووئيل چې په هېواد كښې د منكي پاكس كېسونو معامله زياته اهمه ده ٬ مونږ له به دې ته په جدي توګه پام كول وي٬ په پېښور كښې تر دې دمه 5 كېسونه رپورټ شوي دي۔ دا انفېكشن بهر څخه راځي ٬ په ځينې هوائي مېدانونو تھرمو سکېنرز كار نه كوي ٬ دا رنځ كومې درملنې نه لري په دې اړه بايد اولس خبر كړے شي۔ صاحبزادہ صبغت اللہ ووئيل د باران او سېلاب د لاسه زمونږ سيمه زياته ځپلې شوې ده۔ په پاتراک كښې د يوې كورنۍ 12 كسان شهيدان شوي دي٬ ځپلې كورنۍ ته په معاوضه وركولو له د صوبائي حكومت مننه كم۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه په كوهستان كښې بنيادي اډانه زياته ځپلې شوې ده ، كمراټ وادي ته تلونكې لاره بنده ده۔ ده ووئيل كمراټ روډ ٬ لاموتي پل لپاره دې وفاقي حكومت اعلان وكړي۔ خورشید جونېجو ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې رائس ملز د كال 2022 سېلاب زيات زيانمن كړي وو ٬ د بجلۍ كمپنيو د اېم ډي آئي لاندې د دې ملونو په بلونو 50 فيصده لوډ اچولے دے چې ورسره في كلو واټ نرخ زيات شوے دے۔ په دې ملونو دوه لكھه روپۍ ټېكس هم لګولے شوے دے په كوم كښې چې بند ملونه هم شامل كړے شوي دي دا مسئلې بايد حل كړې شي۔ خواجه اظهار الحسن ووئيل چې په كال 1971 كښې مشرقي پاكستان څخه هجرت كوؤنكي 50 لكه مهاجرين په كراچۍ كښې موجود دي كوم چې شناختي كارډ نه لري۔ د دوئي ماشومان مېټرك څخه وروستو زده كړې ترلاسه كولې نه شي۔ داخله وزير بايد ددې نوټس واخلي۔ محمد جمال احسن خان ووئيل د ايوان په كارروايۍ كښې بايد ټول برخه واخلي۔ 50 كاله وړاندې چې د ختم نبوت په اړه كوم قرارداد منظور شوے وو هغې ته دې د 7م ستمبر شريكه غونډه منسوب كړې شي۔ ده ووئيل خفيه لاسونو د ميانوالي د امن له مينځه وړولو سازش كړے دے٬ د عیسیٰ خېل پېښې دې جوډیشنل کمېشن جوړ كړے شي۔ ده ووئيل د ميانوالي 5 ورونړا په پاك پوځ كښې وو په كومو كښې چې 3 شهيدان شوي دي۔ د دوئي په كور كښې بجلي نشته، زما غوښتنه ده چې د دوئي كور ته دې برېښنا وركولو له اقدامات وكړې شي ٬ په سيمه كښې دې كېډت كالج جوړ كړے شي۔ (اے پي پي وا ض ض ١٧٠٥)