د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان او د جے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ملاقات


اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان او د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ترمينځه اسلام آباد كښې د مولانا فضل الرحمان په كور ملاقات شوے ۔ د سېنېټ سیکرټریټ له مخې ملاقات كښې لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان د مولانا فضل الرحمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او په مهمو سياسي چارو ئې هغه سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان له مباركي وركړه او د بلوچستان صوبې پرمختګ او په مجموعی صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن ووئيل مولانا فضل الرحمان زمونږ مشر دے او هغه سره ذاتی تعلقات هم لرم۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان يو جلا سیاسی بصیرت لري ،مولانا فضل الرحمان به زمونږ لارښوونه كوي او هغه څخه به زدكړه كوو۔د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن ووئيل مولانا فضل الرحمان سیاسی بصیرت او سیاسی شعور لرونكے زيرك سیاستمدار دے او د هغه سیاسی خذمات د چا څخه پټ پناه نه دي۔