ګوادر 04 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د پاکستان او چین ترمينځه ستراتېجيكي همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي، آئی اېم اېف سره د وروستي قسط په اړه هم د سټاف لیول خبرې اترې پيل شوي دي، نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چین۔پاکستان ملګرتيا روغتون او سمندری اوبه د استعمال ور جوړولو پلانټ پرانستې دستورې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو ??ښې وكړه۔ ده ووئيل د دې پروژو په وخت په بشپړولو ??ښې په معاونت د صوبائی حکومت مننه كوم۔ ده ووئيل چی?? سره پاکستان سپرلي خېزه ستراتيجيكي همكاري لري،دا دې پلو يو بل مهم قدم دې،دا ملګرتيا او همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي۔ ده ووئيل د بلوچستان او په خاص توګه د ګوادر اولس د پرمختګ دې مزل څخه مستفید كېږي او د پرمختګ دا مزل مخ په وړاندې روان دې، بلوچستان او په خاص توګه ګوادر لپاره داسې موقعې به رامخې ته شي كومي به چې د نوې نسل د ښه سباؤن ضمانت وركوي۔ده ووئيل سباؤن ??ښې د پرمختګ مزل ??ښې شموليت لپاره بلوچستان او د ګوادر اولس بايد تياري وكړي?? مونږ له به د دې موق??و په تناظر ??ښې ځوانان هنرمند جوړول وي۔ده ووئيل آئی اېم اېف سره خبرې اترې په مثبت انداز ??ښې بشپړ شوې دي او د آخري قسط په اړه په سټاف لیول خبرې اترې پيل شوي دي، د هېواد معاشی صورتحال ??ښې وخت سره سره ښه والې رامخې ته كېږي او هيله لرو چې ټولټاكنو نه پس جوړيدونكې حکومت به دې ??ښې لا ښه والې راولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده، کلائمیټ فنانس شته?? مونږ له به دې څخه مستفید كيدو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره منصوبې جوړول او د خپلې برخې كار كول وي۔
پاك چین ستراتیجکي همكاري لا مستحکميږي، آئی ايم ايف سره د وروستي قسط په اړه سټاف لیول خبرې اترې پيل شوي دي٬ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ
Blackjack Hall Official WebsiteBlackjack Hall Official Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر