اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د جمو او کشمير شخړه د ملګرو ملت??نو د سل??متي کونسل په ناحل شوې ايجنډا کښې تر ټولو پخ??انۍ ده او پاکستان به په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورم??نو د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو او کشمير مسئله پورته کوي٬ پاکستان به په افغانستان او سیمه کښې تلپاتې سولې لپاره خپل رول لوبولو ته دوام وركوي ، پاکستان له عرب، خلیجي او نورو سیمه ییزو هېواد??نو سره ژورې اړیکې لري٬ لويديز سره په لسيزو محيط اړيكې به راتلونكو كل??نو كښې لا پياوړې شي۔ د ملګرو ملت??نو په عمومي اسمبلۍ کښې ګډون لپاره د روانېدو څخه وړاندې وائس آف امريكا سره خپله مركه كښې نګران وزيراعظم وو??يل پاکستان په ټولو موجودو څو اړخیزو او سیمه ایزو فورم??نو د کشمیر د مسئلې په دوامداره او منظمه توګه دفاع او حمایت كړے دے او د دې مسئلې تر حل كېدو به پاكستان خپل دې کردار ته دوام ورکوي۔ نګران وزيراعظم وو??يل په مقبوضه جمو او کشمير کښې دبشري حق??نو په ضد سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي٬ قابض هندي ځواک??نو ټوله سيمه د نړۍ په تر ټولو لوي زندان بدله کړې ده، د كشميريانو غږ غلې كولې شي۔ ټاكنو سره د اړوندو ځينو بې بنسټه خبرو رد كولو سره وزیراعظم وو??يل په هېواد كښې د ټول ټاكنو نېټه اعلان كول د الېكشن كمېشن مېنډېټ دے او الېكشن كمېشن په دې لړ كښې ځينې ګامونه پورته كړې هم دي۔ هيله لرؤ چې الېكشن كمېشن به خپل دا عمل ايماندارۍ سره ترسره كړي۔ ده ټاكنو لپاره الېكشن ته د مالي وسائلو او سكيورټي وركولو سره اړوند د حكومتي لوظ پخ??ې وكړو۔ وزيراعظم په پولو د سل??متيا په خطرو د قابو موندلو او د ټاكنو عمل بشپړ كولو حوالې سره د خپل باور څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د جمهوري عمل دوام لپاره د خپل عزم څرګندونه كولو سره وو??يل چې د ټولټاكنو عمل مخ په وړاندې بوتللو له به ګامونه پورته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم وو??يل د رايې آزادۍ په اړه زمونږ اشاريې په منطقه كښې ډېرې په زړه پورې دي٬ هېواد کښې ميډيا ته آزادي ترلاسه ده٬ ميډيا حكومت ٬ ادارو ٬ يا معاشي چارو سره په اړونده كومه هم مسئله غږ پورته كولې او خپرولې شي۔ د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ضد د قانوني مقدمو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم دا تاثر په کلکه رد کړو چې د پخ??اني وزيراعظم د سياست څخه د لرې ساتلو هڅې روانې دي، وزيراعظم وويل په عدالت??نو كښې دا معاملې تر سماعت لاندې دي۔ د پخ??اني وزيراعظم په ضد تورونه دي ٬ هيله ده چې عدالتي عمل به سپېځلې وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم وو??يل نګران حكومت د مسلسل آئيني عمل له امله كار كوي او دا په قومي اسمبلۍ كښې د ايوان مشر او مخالفې ډلې مشر ټاكلې دې۔ ده د نګران حكومت د تېر پي ډي اېم حكومت تسلسل ګرځول كېدو تاثر هم ناسمه وګرځولو۔ نګران وزیراعظم وو??یل پاکستان په افغانستان او سیمه کښې د تلپاتې سولې لپاره خپل رول لوبوي او په ټولو اړوندو فورم??نو له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره خبرې کوي۔ ده وو??يل طالبانو دوحه لوظنامې لادې عهد كړې وو چې د افغانستان خاوره به د كوم هېواد په ضد ترهګرۍ لپاره كارولو كېدو ته وركولې نه شي۔ ده وو??يل نګران حكومت د غېر قانوني تجارت په شمول د افغان ټرانزټ مسئلو ته پام ګرځوي۔ ده وو??يل زمونږ سوداګریزې اړیکې یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د منځنۍ اسیا له ټولو هېواد??نو سره هم په ښه کېدو دي ځکه چې مونږ د ټولو سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو په اهمیت پوهیږو۔ د افغان خاورې څخه د ترهګرو د برید??نو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وزیراعظم وو??یل چې پاکستان د ترهګرۍ د هر ډول اقدام په وړاندې د خپلې دفاع حق لري او كله هم چې ضرورت وي د خپل اولس او خاورې دفاع لپاره به ضروري ګامونه پورته كوي٬ كله چې وخت راشي نو دې لړې كښې به مناسبې پرېكړې وكړې شي۔ وزيراعظم کاکړ وو??يل په افغانستان کښې د امريکا او نيټو لخوا پاتې كړې شوې وسلې د ترهګر تنظيم??نو لاس ته رسېدو سره اړوند د ده د بيان مقصد په امريكا يا كوم بل هېواد تور لګول نه وو ٬ په دې اړه چې كوم تاثر رامخې ته شوې دې سم نه دے۔ ده د پاكستان په سفارتي توګه د ځانله كېدو تاثر رد كولو سره وو??يل پاكستان عرب ٬ خليجي او نورو سيمه ايزو هېواد??نو سره پياوړې اړيكې لري او لويديز سره به د لسيزو راهسې اړيکې په راتلونکو کل??نو کښې نورې هم مضبوطې شي۔
پاکستان به د جموں وكشمير ستونزه په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو پورته كول روان ساتي٬ په افغانستان او سیمه کښې تلپاتې سولې لپاره به خپل رول ته دوام وركوؤ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وي او اے سره مركه
Blackjack Premium VIP Integrity WebsiteBlackjack Premium VIP Integrity Website
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada