اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې به په يوولسم او دولسم ربيع الاول قامي سيرت كنفرنس كولې شي٬ دا پرېكړه د مذهبي چارو لن??مه??له وزير انيق احمد په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه۔ په غونډه كښې په قامي سيرت كنفرنس٬ د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ كنفرنس تابيا او د جړانواله پېښې پحقله په يو شمېر نكاتو غور وشو۔ وفاقي وزير انيق احمد ووئيل سيرت النبيۖ کنفرنس به مذهبي عقيدت او احترام سره كولې شي٬ د كنفرنس سرخط د ” هېواد معاشي استحكام لپاره لائحه: د سيرت النبيۖ په رڼا كښې” مقرر كړې شوے دے٬ د پاکستان معاشي استحکام لپاره د سيرت النبيۖ د بېلا بېلو برخو څخه لارښودنه ترلاسه كول د وخت اهم ضرورت دے۔ ده ووئيل نوميالو علمائے كرامو او سکالرز ته دې ??ه دې ??وضوع د خپلو خيالاتو څرګندونې لپاره بلنه وركړې شي٬ په کنفرنس كښې به د سيرت النبيۖ په موضوعاتو م??تخب کتابونو او م??اله نګارو ??ه انعامونه وركولې شي۔ ده ووئيل چې اړوند وزارت دې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ د پاكستاني معاشرې اصلاح او بهترۍ لپاره خپل كردار ولوبوي
د مذهبي چارو لنډمهاله وزير انيق احمد په مشرۍ كښې غونډه٬ په يوولسم او دولسم ربيع الاول د قامي سيرت كنفرنس كولو پرېكړه
Lightning Dice Trusted WebsiteLightning Dice Trusted Website
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی