اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ د وېشونكو كمپنيو د كاركردګۍ جاج اغستلو سره د اړوندې غونډې مشري كو??و په مهال ووئيل د سمارټ میټرز د لګولو كار دے زر تر زره بشپړ كړے شي دغسې چې د بلنګ په نظام كښې سپېځلتيا راوستلے شي٬ اوور بلنګ به په هېڅ صورت قبولولې نه شي ٬ په اووربلنګ كښې د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كو??ې شي۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے دے چې د بجلۍ غلا مخنيوي له دې كو??لي اقدامات وكړې شي٬ وزيراعظم د بجلۍ د وېشونكو كمپنيانو د چیف اېګزېکټو افسرانو تعينات كو??و عمل كښې په سستۍ او تاخير هم اندېښنه ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د سپېځلي عمل د لارې دې دا مسئله زر تر زره حل كړې شي۔ ده ووئيل د بجلۍ وېشونكو كمپنيو كښې د افرادي قوت بھرتي دې په مېرټ وكړې شي او دې كښی به كو??ه كوتاهي زغملې نه شي۔ وزیراعظم زياته كړه چې د نېپرا ټارګت ترلاسه كو??و له دې ټول وسائل وكارولې شي۔ په غونډه كښې د لاهور الېکټرک سپلائی کمپنی (لېسکو)، پشاور الېکټرک سپلائی کمپنی (پېسکو) او فېصل آباد الېکټرک سپلائی کمپنی (فېسکو) د چارو جاج واغستے شو۔ د اعلاميې له مخې غونډه ته د لېسکو، پې??کو او فېسکو د كاركردګۍ تفصيلي بريفنګ په مهال ووئيلې شوو چې په مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د لېسكو ریکوری 96.82 فیصد، د پې??کو رېکوری 87.98 فیصد او د فېسکو 97.57 فیصده پاتې شوه۔ د مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د ټرانسمشن او ډسټری بیوشن لاسز حوالې سره د لېسکو 13.04 فیصد، پې??کو 33 فیصد او فیسکو 6.01 فیصد دے۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيل شوو چې لېسکو به 223365 تھری فېز سمارټ میټرز لګوي په كو??و كښې چې 49470 لګېدلي دي٬ پې??کو به 152559 لګوي په كو??و كښې چې 51173 لګېدلي دي او دغسې فېسکو به 192311 سمارټ میټرز لګوي په كو??و كښې چې 11276 لګېدلې دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د مالي كال تر نومبر مياشتې لېسكو د 99.2 فیصد، پې??کو د 99.9 فیصد او فېسکو د 99.7 فیصد شكايتونو ازاله كړې ده۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه،د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاری، د آئي ټي وزیره شزا فاطمه، د خزانې وزير علی پرویز ملک، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوند اعلی حكومتي چارواكي موجود وو۔
اووربلنګ به په هيڅ صورت قبولولې نه شي ٬ د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف
Dragon Legend Entertainment Platform EntranceDragon Legend Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ