اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر ?? ټولټاكنو 2024 كاميابۍ سره ??ه ترسره ??ېدو ټول پاكستاني اولس ٬ نګران حكومت ٬ سياسي ګوندونو او ټولو كامياب ګرځولې شويو ??ان??يدانو ته مباركي وركولو سره ??ئيلي دي چې د رايې حق كارولو په عمل كښې د اولس آزادۍ سره ګډون كول جمهوريت لپاره د هغوي د عزم ثبوت دے٬ پاك پروردګار دے دا ټاكنې د سياسي او معاشي استحكام او پاكستان لپاره د امن او سوكالۍ سبب وګرځوي۔ د خالي په ورځ د اولس په نامه خپل پېغام كښې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د ټاكنو عمل باوري كولو له د محفوظ چاپېريال په جوړولو كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو مشرتابه او اهلكار د زياتې ستائنې وړ دي۔ قومي ميډيا ٬ سول سوسائټي ٬ سول انتظاميې او د عدليې غړو تعميري كردار تر ټولو لويې انتخابي مشق كاميابۍ سره ??مكن كړو۔ ده ووئيل ?? ټولو جمهوري قوتونو نمائنده متحد حكومت به د پاكستان متنوع سياست او تكثيريت قومي مقصد سره ??ه غوره ډول وړاندے كړي۔ ده ووئيل ?? ټولټاكنو او جمهوريت د لارې د پاكستاني اولس خذمت كولې شي٬ اولس د اړيي ګړي او تقسيم سياست څخه وړاندې تللو له مستحكم لاسونو او يو صحت بخش عمل ته اړتيا لري۔ د تقسیم سیاست او اړې ګړې 25 كروړ آبادي لرونكي تر??ي پسند هېواد لپاره ??ناسب نه دے۔ ده ووئيل دا د ټاكنو د ګټلو او ماتې خوړلو مقابله نه بلكې د اولس د مېنډېټ تعين كولو مشق دے۔ سياسي مشرتابه او ددوئي كارمندانو له به له ذاتي ګټو پرته د حكومت او اولس خذمت كولو هڅې هم آهنګ كول وي كومه چې د جمهوريت فعاله او مقصدي جوړولو يوازينۍ لاره ده۔ ده ووئيل د پاكستان اولس په خپل آئين د خپل مشتركه باور څرګندونه كړې ده٬ اوس د سياسي ګوندونو ذمه واري ده چې هغوي سياسي پختګۍ او يووالي سره د دې ځواب وكړي۔ ده ووئيل كله چې مونږ دې قومي سنګ ميل څخه وړاندې ځو نو مونږ له به په دې خبره غور كول وي چې هېواد نن كوم ځايې ولاړ دے او د نورو قومونو په صف كښې زمونږ مقام بايد كوم ځايې وي۔ د پاك پوځ سرلښكر د دې هيلې څرګندونه وكړه چې دا ټاكنې دې سياسي او معاشي استحكام رامخې ته كړي او زمونږ ګران هېواد پاكستان لپاره دې د امن او سوكالۍ سبب وګرځي۔
جنرال سيد عاصم منير اولس ته د ټولټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كيدو مباركي وركړه
Hood vs Wall APP downloadHood vs Wall APP download
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena