اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د هنګري ايئر فورس كمانډر٬برېګېډيئر جنرل جوزف كولر د خپل پلاوي سره نن د ايئر هېډكوارټرز اسلام آباد دورې په مهال د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره ملاقات كړے۔د هنګري ايئر چيف لخوا د پاكستان دا وړومبۍ دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه شراكتدارۍ كښې د يو مهم سنګ ميل او د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د اړيكو د يو نوي باب پیل دے۔دا تاريخي ملاقات د پاكستان او هنګري ترمينځه دفاعي صنعت او عسكري څانګه كښې زياته شوې دوه اړخيزه شراكتداري په ګوته كوي۔د پاكستان او هنګري فضائي ځواكونه به ډېر زر يو مفاهمتي يادښت ته حتمي شكل وركړي چې له مخې به يې د پاك فضائيه لخوا د هنګري ايئر فورس جنګي پائلټس ته بنيادي او ټيكټيكل تربيه وركولې شي۔ايئر هيډكوارټرز ته په رسېدو د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د خاص مېلمه تود هركلے وكړو او د پاك فضائيه يوې چټك ډلې بريګېډيئر جنرل جوزف كولر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د دې نه پس د پاك فضائيه پرنسپل سټاف افسران د هنګري ايئر فورس كمانډر سره معرفي كړے شول
د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د هنګري ايئر فورس كمانډر ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن