د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد سره د انډونيشيا سفير آدم مولاوارمین توجیو ملاقات


اسلام آباد۔3 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد سره په پاکستان کښې د اندونیزیا سفیرآدم مولا وار مینتو جیو دجمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت کښې ملاقات كړے۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول دشريكې خوښې په چارو خبرېشوي ۔ په دې مهال د دواړواړخونو لخوا د دې عزم څرګندونه وكړې شوه چې پاکستان اواندونیزیابه دزیاتو نفوس لرونکو مسلمان هېوادونو په حېث په ټولنه كښې قرآني تعليمات ته وده وركولو له په ګډه هڅې كوي۔ په ملاقات كښی اسلامي نړۍ ته په پیښو چېلنجونو قابو موندلو له د مكالمې كلتور ته د ودې وركولو په شمول په يو شمېر نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د یوبل له تجربو څخه استفاده كولو او په اولسي كچه اړیکو ته د پراختيا وركولو عزم هم وكړو۔

متعلقہ مضامین