اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاکار رانا ثناء الله وئيلي دي تحريک انصاف ته د مخصوصو چوكو ورکولو په اړه د سپريم کورټ د تفصيلي پرېكړې راتللو څخه وروستو به د قانون پوهانو په مشاورت دي نظر ثانۍ پرېكړه كولې شي٬ تحريك انصاف ته په دې پرېكړه كښې هغه ريليف وركړے شو كوم چې هغوي غوښتے نه ؤ ٬ الېكشن كمېشن په سني اتحاد كونسل كښې د بيان حلفي د لارې شاملېدونكي غړي په كوم بل ګوند كښې په شاملېدو ډي سيټ كولې شي٬ د موجوده حكومت بنيادي ايجنډا هېواد معاشي ستونزو څخه ويستل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ رانا ثناﺀ الله وو??يل مونږ د عدالت د پرېكړې احترام كوؤ۔ د دې ججان د احترام وړ دي٬ هغوي د آئين د تحفظ سوګند پور??ه كړے او دا د هغوي بنيادي ذمه واري ده۔ د عدليې پرېكړې دې نه يوازې په انصاف اډانه لرونكې وي بلكې په دې كښې بايد انصاف تر نظره شي۔ ده وو??ېل د عدالت پرېكړې باید واضحه وي ٬ مبهمې پرېکړې هېڅکله د هېواد او اولس په ګټه نه وي۔ رانا ثناﺀ الله وو??يل په سپريم كورټ كښې مقدمه دا وه چې ځينې كسانو د آزاد كانديد په توګه په ټول ټاكنو كښې برخه واغسته او كاميابي ترلاسه كولو څخه وروستو د آئين او قانون له مخې په درېو ورځو كښې دننه د بيان حلفي د لارې په سني اتحاد كونسل كښې شامل شول۔ دې څخه وروستو سني اتحاد كونسل په مخصوص څوكو كښې برخه وغوښتله بيا الېكشن كمېشن دريځ خپل كړو چې سني اتحاد كونسل د يو ګوند په حېث په ټولټاكنو كښې برخه نه ده اغستې له دې كبله دوي ته دا چوكۍ نشي وركرې كېدے۔ د دې پرېكړې په ضد سني اتحاد كونسل پېښور هائي كورټ ته لاړو چرته چې دغه پرېكړه برقرار وساتلې شوه۔ بيا سني اتحاد كونسل سپريم كورټ ته لاړو او دغسې د سپريم كورټ پرېكړه د سني اتحاد كونسل په حق كښې رامخې ته نه شوه۔ ده وو??ېل د سني اتحاد كونسل استدعا قبوله نه كړی شوه او اوس پرېكړه د تحريك انصاف په حق كښې راغله۔ تحريك انصاف د مخصوص چوكو غوښتنه نه ده كړې ولې چې آزاد غړي په تحريك انصاف كښې شامل شوي نه دي۔ ده وو??يل دا پرېكړه د قانون يو وارې بيا د ليكلو مترادف ده۔ ده وو??يل د سپريم كورټ تفصيلي پرېكړې راتللو څخه وروستو به قانوني ډله حكومت ته چې كومه رائے وركړي د هغې په رڼا كښې به دا معامله مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل كه الېكشن كمېشن د مخصوص چوكو په اړه ناسمه تشريح كړې وه نو دا د تحريك انصاف ذمه واري وه چې خپل آزاد كامياب شوي غړي ئۍ بېرته ګوند كښې شامل كړې وو٬ كه پي ټي آئي څخه تېروتنه شوې ده نو د دې زيان بايد پور??ه كړي۔ آيا د دې تېروتنې ازاله كول د عدالت ذمه واري ده?? عدالت دې په سياسي شخړه كښې برخه نه اخلي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل حكومت اكثريت لري۔ د پنجاب ٬ سندھ او بلوچستان پ??مو?? چرته هم دا پرېكړه په حكومت كوم اغېز نشي مرتب كولې۔ ده وو??يل د موجوده حكومت بنيادي ايجنډا هېواد معاشي ستونزو څخه ويستل دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل الېکشن ټربیونل لخوا راتلونكو پرېكړو باندې د بيا مظر ثانۍ كولو اختيار شته٬ كه دغې ځاے څخه د كوم غړي په ضد پرېكړه راځي نو په دغه حلقه كښې به بيا ټاكنې كولې شي۔ په كال 2018ء كښې چې كله مونږ د آر ټی اېس د كښناستو خبره وكړه نو دغه وخت مونږ ته وو??يل شول چې اوس حكومت جوړ شوے له دې كبله د جوډيشل كمېشن په ځاے پارليماني كمېشن جوړوؤ۔ ده وو??ېل د اسلام آباد په درېو چوكو عذردارۍ د ټاكلي مودې څخه وروستو جمع كړې شوي ٬ دا ډول عذردارۍ مسترد كيږي
د سپريم کورټ تفصيلي پريكړې راتللو نه پس به د قانون پوهانو په مشاورت د نظر ثانۍ پرېكړه كولې شي٬ رانا ثناﺀ الله
Jurassic Kingdom APP download entranceJurassic Kingdom APP download entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج