پېنډۍ ۔9 اپرېل(اے پی پی) مسیحی ورورولۍ اسلامي نړۍ ته د وړوكي اختر مباركي وركړې او د نېكو هيلو څرګندونه يۍ كړې ۔ مسیحي روحاني لارښود آرچ بشپ پېنډۍ/ اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد اسلامي نړۍ ته د وړوكي اختر مباركي وركولو سره ووئيل د مسیحی قام او خپل اړخه ټولو مسلمانانو ورونړو خوېندو ٬ حكومتي عهدېدارو ٬ د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ٬ اعلی عدليې او وكيلانو ٬ سول سوسائټۍ او هر يو خاص او عام وګړي ته د وړوكي اختر مباركي وركوم۔ ده ووئېل وړوكے اختر زمونږ لپاره د خوشحالۍ ٬ مينې او د پاك پروردګار د زياتو بركتونو پېغام راوړي۔ دا اختر د يوې مياشتې هغه تربيې د بشپړېدو ورځ هم ده كومه چې د روژې مباركې مياشت په مهال زمونږ مسلمانانو ورونړو خوېندو ته وركولې شي۔ هغه مياشت كومه كښې چې دوئي روژه نيول او د خېر ښېګړې كارونه كولو سره ثواب ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د وړوكي اختر په موقع بايد ??ونږ دعا وكړؤ چې مونږ ټولو ته دې پاك پروردګار توفيق راكړي چې په ګډه خپل وطن پاكستان كښې امن ٬ سلامتيا ٬ ورورولۍ او بشري مينې ته وده وركړؤ او د دې سوكالۍ او پرمختګ لپاره كار وكړؤ۔ د امن كمېټۍ غړ?? او انچارج هولي فېملي كېتھولك چرچ بابو ساجد امين كھوكھر ٬ مسیحی سماجی كاركن سرف??از فرانسس وکی ، حارث غوري د دواړو غبرګو ښارونو نورې مسيحي ورورولۍ هم مسلمانانو ورونړو ته د وړوكي اختر مباركي و??كړ??۔ دوي ووئيل مونږ د مسلمانانو ورونړو په خوشحالۍ كښې شريك يؤ او لاس په دعا يؤ چې پاك پروردګار زموږ هېواد ته ترقي او سوكالي و??كړ??
آرچ بشپ ډاکټر جوزف ارشد اسلامي نړۍ ته د وړوكي اختر مباركې وركړه
Red Line Sprint APP download linkRed Line Sprint APP download link
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔