اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه٬كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه وئېلي دي د مولانا ظفر علي ژو??د زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے٬د مولانا ظفر علي غوندې بهادر او په ح?? او رېښتيا قائم پاتې كېدونكې شخصيات زمونږ د قامي ورثې عظيمه سرمايه ده٬هغه اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې د تحريك پاكستان لارښود مولانا ظفر علي خان 67مې كليزې دستورې ته وينا كوله۔د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه او پخواني وفاقې وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د دستورې خاص مېلمانه وو۔ د قامي ورثه٬كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه ووئيل د مولانا ظفر علي ژو??د زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے ځكه چې هغه د مظلوم غږ او تل د ظالم په وړاندې د حق كلمه وئېلې ده ۔ده ووئيل د مولانا ظفر علي غوندې بهادر او په ح?? او رېښتيا قائم پاتې كېدونكې شخصيات زمونږ د قامي ورثې عظيمه سرمايه ده٬ او ضرورت د دې خبرې دے چې ځوان كل د هغه د قدر او منزلت څخه په بهتر توګه خبر كړے شي دغسې چې د هغوي هم د هغه په اصول عمل كولو سره د هېواد او قام خذمت وكړي د كوم چې عملي مظاهره مونږ ته د مولانا ظفر علي خان په ژوند كښې تر نظر كېږي۔ده ووئيل د پاكستان معيشت دا مهال سخت وخت څخه تېرېږي۔ده په دې خبره زور راوړو چې ټول سياسي ګوندونه او سياسي مشران دې په ګډه هېواد د موجوده ستونزو څخه ويستلو لپاره خپل كردار ادا كړي دغسې چې پاكستان د منطقې يو قوي معيشت رامخې ته شي۔په دې موقع د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري هم وينا وكړه۔
د مولانا ظفر علي ژوند زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے۔د قامي ورثه٬كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه اسلام آباد چيمبر اف كامرس كښې دستورې ته وينا
Double ball roulette online bettingDouble ball roulette online betting
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا