اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د بېلاروس صدر پاكستان ??ورې سره به د هېواد په معيشت ګټور اثرات مرتب شي٬ د پاكستان ??و بېلاروس ترمينځه په دفاعي څانګه كښې ځانګړې مرسته روانه ده٬ په راتلونكو ورځو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د كركيلې په شمول په نورو څانګو كښې هم??ار?? ته له وده وركړې شي٬ اولس د اړي ګړي راجوړولو سياست مسترد كړے ٬ اولس د پرمختګ او خېر ښېګړې سياست سره ولاړ دے٬ پاكستان ??ه پرمختګ كوي ٬ معيشت به لا مستحكم كېږي۔ د ګل په ورځ په نور خان ??یئربېس په سياسي او معاشي چارو خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د بېلاروس د صدر لوکاشینکو پاكستان ??وره به تاريخي وي٬ پاكستان ??و بېلاروس يو بل سره د مثالي هم??ار?? او ملګرتيا اړيكې لري۔ ده ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې زمونږ د ملګري هېواد صدر پاكستان ??ه راځي۔ ده ووئيل بېلاروس سره بزنس ټو بزنس او بېلو څانګو كښې همكاري لا زياتولو له د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كيږي۔ ده ووئيل د پاكستان ??و بېلاروس ترمينځه په دفاعي څانګه كښې ځانګړې مرسته روانه ده٬ په راتلونكو ورځو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د كركيلې په شمول په نورو څانګو كښې هم??ار?? ته له وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان ??و بېلاروس يو بل ته د قدر په سترګه ګوري۔ وفاقی وزیر ووئيل د نواز شريف په دور كښې د بېلاروس صدر د پاكستان په دوره راغلے ؤ۔ هغې څخه وروستو نواز شريف څو وارې د بېلاروس دورې كړي۔ په آستانه كښې شوي اېس سی او سمټ كښې د وزیراعظم شهباز شریف د بېلاروس صدر لوکاشینکو سره ملاقات كړے ؤ او بېلاروس ته يۍ د شنګھائي مرستې تنظيم په غړي جوړېدو مباركي وركړې وه۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د بېلاروس صدر ته د پاكستان ??كومت او اولس هركلے وايي۔ ده ووئيل دې دورې سره به د پاكستان په معيشت ګټور اثرات مرتب شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان ??ټاك اېكسچېنج د يو لك پوائنټس حد ??روستو پرېښودے او دا د پاكستاني معيشت د پرمختګ عكاسي كوي۔ ده ووئيل ګراني 6.9 فیصد ته راغلې ده٬ پټرول ٬ اوړه د تېر كال په مقابل كښی ارزان ??ي ، د وفاقي او پنجاب حكومت لخوا د ګرمۍ په موسم كښې د بجلۍ صارفينو ته د 95 اربه روپو سبسډي وركړې شوه چې ورسره د بجلۍ بيعه ټيټه شوه۔ وزیراعظم شهباز شریف ونټر پېکېج اعلان كړے ٬ په يخنۍ كښې به هم د اولس آسانۍ لپاره د بجلۍ بيعې مناسب ساتلې شي۔ ده ووئيل د سود شرح 15 فیصد ته راغلې ٬ سرمايه كاري مخ په زياتېدو ده۔ د روان كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې د 8.8 ارب ډالر ترسیلات پاکستان ??ه راغلل٬ د زرمبادله پنګې مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل د ملګرو هېوادونو لخوا زياته سرمايه كاري كېږي او دا به لا زياتولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل بېلاروس سره لوظنامو سره به د پاكستان په معيشت مثبتې اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل د بېلاروس د صدر پاكستان ??وره زمونږ لپاره زېرے دے٬ ټولو مېلمنو ته به تود هركلے وئيلې شي۔ ده ووئيل دا به د پاكستان ٬ معيشت او اولس پرمختګ له يو سنګ ميل ثابت شي۔ وفاقي وزير ووئيل اولس د اړي ګړي راجوړولو سياست مسترد كړے ٬ اولس د پرمختګ او خېر ښېګړې سياست سره ولاړ دے٬ پاكستان ??ه پرمختګ كوي او معيشت به لا مستحكم كېږي۔
اولس د اړي ګړي راجوړولو سياست مسترد كړے ٬ پاكستان به پرمختګ كوي ٬ معيشت به لا مستحكم كېږي ٬ د بيلاروس صدر د پاكستان دورې سره به د هيواد په معيشت ګټور اثرات مرتب شي ٬ عطاﺀ تارړ
Valhalla Master Entertainment Platform EntranceValhalla Master Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado