اسلام آباد۔21ا??تو??ر(اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د آئيني بدلونونو د لارې اختيار نا ټاكلے شوو خلقو څخه د 24 كروړه اولس 365 ټاكلے شوو استازو ته منتقل كولې شي٬ د اے سي او ټي وي لرې كولو دړكې وركوؤنكي مكافات ع??ل سره مخ دي ٬ جسټس قاضي فائز عيسی اولنے چيف جسټس دے چا چې د عدليې عزت بحال كړے۔ ?? ګل په منځومانۍ شپه كښې په 26 مې آئيني بدلون بحث كښې خواجه آصف ووئيل په هېواد كښې په آئين اولنۍ ډاكه په كال 1958كښې واچولې شوه او د نظريه ضرورت بنياد كېښودلے ش??۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو مقصد د ايوان تقدس بحالول دي۔ ده ووئيل قاسم سوري 54 بلونه په نيم ساعت كښې منظور كړې و??۔ ده ووئيل د پاكستان عدليه په ګرده نړۍ كښې په 140م لمبر ده ، 65 زره مقدمې په سپريم كورټ كښې د التواﺀ سره مخ دي٬ سياستمدار نااهله كولې شي٬ له مينځه ځي ٬ زندان كښې اچولې شي٬ د ججانو احتساب ولې نه كيږي۔ په ګرده نړۍ كښې اولسي استازي د ججانو تقرر كوي۔ ده ووئيل مونږ دا ايوان بااختيار جوړول غواړؤ۔ ده ووئيل كه د پاك پوځ سرلښكر تقرري درېو نامو څخه كېدې شي نو چيف جسټس لپاره دا تګلاره ولې نشي كارېدلې
د آئيني بدلونونو د لارې اختيار نا ټاكلے شوو خلقو څخه د 24 كروړه اولس 365 ټاكلو استازو ته منتقل كولې شي : د دفاع وزير خواجه آصف قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې
Yehu Online Entertainment APPYehu Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria