اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په كر??چۍ كښې په ترهګر بريد كښی د چينائي وګړو په حق رسېدو غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي دي چې په پېښه كښې ككړو كسان زر تر زره معلومولو سره به خپل انجام سره مخ كولې شي٬ په پاكستان كښې د مېشته چينائي وګړو د مال او ځان حفاظت زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف چينائي سفارتخانې ته لارو او دغلته يۍ پاكستان لپاره د چين سفير جیانګ زیډانګ سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم چينائي سفير سره په كر??چۍ كښې په چينائي قافله ترسره شوي ترهګر بريد غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل په ترهګر بريد كښې د چينائي وګړو په حق رسېدو راته زيات خفګان شوے دے۔ده ووئيل د تره??رۍ دې پېښه كښې د ذمه وارو كسانو درك لګولو له حكومت چمتؤ او متحرك دے۔ دوئي به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ په پاكستان كښې د مېشته چينائي وګړو د مال او ځان حفاظت زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د پاكستان او چين اړيكو ته د زيان رسولو دا ناوړه سازش به كله هم زغملې نه شي۔ ده ووئيل د دې پېښې د پلټنيو نګراني به زه خپله كوم۔ چينائي سفير په كر??چۍ كښې د ترھ??رۍ له پېښې وروستو د حكومت لخوا په فوري غبرګون ښودلو او د پلټنيو عمل په پېل كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده ووئيل هيله ده چ?? په پېښه كښې ككړ كسان به زر تر زره نيولې او خپل انجام سره مخ كولې شي۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير احسن اقبال ٬ عطاﺀ تارړ او د اړوندو ادارو اعلی افسران موجود وو
د وزيراعظم د چينائي سفارت دوره ٬ په كراچۍ كښې په ترهګر بريد كښې د چينائي وګرو په حق رسيدو غمرازي
Wild Thief Online Entertainment WebsiteWild Thief Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا