اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك چين په ستراتېژك اړيكو كښې د پرله پسې بهترۍ او د سي پېك اپ ګريډيشن لپاره په ګډه كار كولو له د چين د مشرانو د وژن ستائنه كولو سره وئيلي دي پاکستان چين سره په انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي زېركتيا، جديد زراعت او په نورو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له خوښي لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاکستان كښې د چين سفير جيانګ ز??ډانګ ملاقات وكړو ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفير سره په خبرو كښې ووئيل پاك چي?? دوستي د هر ازمېښت له مخې سمه ده، چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان غېر مشروط ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل پاك چين ستراتېژك اړيكو كښې پرله پسې بهترۍ او د سي پېك اپ ګريډيشن لپاره په ګډه كار كولو له د چين د مشرانو وژن د ستائنې وړ دے، پاك چي?? دوستي دواړو هېوادونو سره سره منطقه او نړيوال امن او پرمختګ لپاره ضروري ده۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د چين څخه په انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي ذهانت، جديد زراعت او په نورو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له خوښي لري۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند چارواكي هم موجود وو۔
پاکستان چين سره په انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي زېركتيا، جديد زراعت او په نورو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو خوښي لري:د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين سفير جيانګ زيډانګ ملاقات
Mermaid's Fortune Online Entertainment EntranceMermaid's Fortune Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena