لاهور۔ 24 جولائی (اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې حکومت برآمدات او بهرنۍ سرمايه كاري زياتولو له ټول وسائل كاروي ٬ عصري ټېكنالوجي خپلولو سره برآمدات زياتېدې شي۔ په نجي څانګو كښې اولس لپاره هڅې د ستائنې وړ دي٬ په صنعتي زون كښې به رئيل سټېټ ته اجازه وركولې نه شي٬ تېر نالائقه حكومت د هېواد معيشت ته زيان رسولې دې٬ كه يو وارې بيا حكومت ترلاسه شو نو هېواد به معاشي حب جوړ كړؤ۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې په لاهور او شېخو پوره كښې د 3 صنعتي زونز د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن ٬ صوبائي وزير رانا مشهود ٬ او د چائنه په شمول نور غېر ملكي سرمايه كار هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف د اومبراسپیشل اکنامک زون’سندر ګرین زون او د اسمارټ اسپېشل اکنامک زون د بنيادي تيګه كېښوده۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل زه د صنعتي زونز د بنياد په تيګه اېښودو ټولو ګډون كوؤنكو ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل د پرائېوېټ سېکټرز اولس لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل زه د پنجاب اعلی وزير محسن نقوي او د پنجاب بورډ آف انویسټمنټ اېنډ ټرېډ سېكتر او چيف سېكتر ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم كومو چې د دې منصوبو په تيارولو كښې شپه او ورځ خواري وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه به دې اكنامك زونز لپاره هر ډول آسانۍ برابروي۔ صنعتی زون كښې به كوم رئیل اسټېټ ته اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل د دې منصوبو بشپړ كېدو سره به د ملازمتونو موقعو رامخې ته كېدو او د برآمداتو زياتېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستاني مصنوعاتو له په نړيوالو ماركيټونو كښې ځايې پېدا كولو له به عصري طريقې كارول وي٬ برآمدات زياتولو له به مونږ له خواري كول وي ٬ پرمختګ كولو له به په ګرد هېواد كښې اقتصادي زونز جوړول وي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا كښې زياتوالې يو لويې چېلنج دے ٬ هر كال د برېښنا غلا په مد كښې د اربونو روپو زيان كېږي۔ تر كومې چې په دې قابو موندلې شوې نه وي د پرمختګ سفر پېل كېدې نه شي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا مخنيوي له اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل راروانه مياشت كښې به نګران حكومت كه پاك پروردګار ته منظور وي جوړ شي۔ ده ووئيل مونږ داسې كارونه كول غواړؤ چې ورسره نګران حكومت كومې ستونزې سره مخ نه شي او د معيشت بهترۍ له عملي ګامونه پورته كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد پرمختګ له به په ګرد هېواد كښې سپېشل اكنامك زونز جوړول وي ٬ د سولر او پن برېښنا منصوبو سره صنعت او انډستري پرمختګ كولې شي۔ لكه څنګه مو چې په بهاولپور كښې د 400 مېګاواټ سولر پارک جوړ كړې دغسې به نور پاركونه جوړول وي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او آذربائیجان ترمينځه د پتروليم په صنعت كښې لوظنامه شوې ده د كومې له مخې به چې حکومت ورور هېواد څخه د مياشتې په بنياد د اېل اېن جي يو جهاز اخلي چې ورسره به هېواد ته ارزانه اېل اېن جي راشي۔ ده ووئيل خليجي هېوادونه په پاكستان كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي لري۔ د هغوي سرمايه كاريۍ سره به ملازمتونه او برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اومبراسپیشل اکنامک زون په 54 اېکړ مشتمل دے او ددې بشپړ كېدېو سره به 10 زره كسانو ته روزګار وركړے شي۔ سندر ګرین زون په 77 اېکړ محيط دے او د دې بشپړ كېدو سره به د روزګار يو لك موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل اسمارټ اسپېشل اکنامک زون په 75 اېکړ محيط دے او دې سره به 50 زره كسانو ته د روزګار موقعې وركړې شي۔
برآمدات زياتولو له ټول وسائل كارولې شي٬ عصري ټېكنالوجي به خپلول وي ٬ سولر او پن برېښنا منصوبو سره به انډستري پرمختګ وكړي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د اسپېشل اكنامك زون د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ