اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) پاکستان د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د ایراني سفارت د قونسلګرۍ په څانګه برید په کلکه غندلو سره د ځپلې شويو كسانو كورنيو ٬ اولس او د ایران له حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا بريد د سوريه د خپلواكۍ د نه منلو وړ خلاف ورزي ده او د دې هېواد ثبات او امنيت ته زيان رسوي۔ د بیان له مخې دا د نړیوالو قوانینو او ?? ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي ده٬ د كال 1961 د سفارتي اړيكو ويانا كنونشن له مخې د سفارت كارو يا سفارتي سهولياتو په ضد بريدونه غېر قانوني دي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې د اسرائیلي ځواکونو دغه غیر مسؤلانه عمل په یوه ناکراره سیمه کښې یو لويه اضافه ده۔ وياندې په خپل بيان كښې ووئيل چې مونږ ?? ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كوؤ چې هغه اسرائيل په سيمه كښې مهم جويۍ كولو ٬ په ګاونډي هېوادونو بريد كولو او د بهرنيو سفارتي تنصيباتو ن??ښه جوړولو غير قانوني كارروائيو څخه ??نع كړي۔
پاکستان په دمشق کښې د ایراني سفارت د قونسلګرۍ په څانګه برید په کلکه وغندلو
Best slot machine game APP entertainment websiteBest slot machine game APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر