ماسکو ۔18فروری(اے پی پی) د سېنېټ د دفاعي كمېټۍ چ??ئر??ېن سينيټر مشاهد حسين د روس د حكمران ګوند يونائيټډ رشيا په بلنه د روسيه دوره كوي۔ ده په نوي تشكيل كړې شوي انټرنېشنل فو??م فار فريډم آف نيشنز كښې هم ګډون وكړو چرته چې هغه د فو??م د 20 كسيزه اسټېنډڼګ كمېټۍ غړے وټاكلے شو۔ سېنېټر مشاهد حسېن د فو??م د بشپړې غونډې د ګډې مشري وكړه كومې ته چې خارجه وزير لاوروف خطاب وكړو او سېنېټر مشاهد حسېن سيد پخواني روسي صدر دمتري ميدويديف سره د خيالاتو څرګندونه وكړه څوك چې اوس د روسيه د سلامتي كونسل نائب چ??ئر??ېن دے۔ سېنېټر مشاهد حسېن او دمتری میدویدیف په پاك روسيه اړيكو ٬ د افغانست??ن په صورتحال ٬ د غزه په جنګ او منطقه كښې د پاكستان او روسيه د همكارۍ په لامحدوده امكاناتو او په خاص توګه د توان او اقتصاد څانګو كښې په رابطو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دې دورې په مهال مشاهد حسېن سيد په روسی ډپلومېټک اکېډمی كښې لېكچر هم وركړو۔ ده د اسلاموفوبیا په اړه د صدر پيوټن د دريځ ستائنه وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې سېنېټر مشاهد حسین د نړيوالو مبصرينو برخه جوړېدو لپاره بللې شوې كوم به چې د 15-17 مارچ 2024 په مهال د صدارتي ټاكنو مشاهده كولو له روسيه ته ځي۔
د سينيټر مشاهد حسين سيد پخواني روسي صدر دمتري ميدويديف او خارجه وزير لاوروف سره ملاقات
Golden Pig APP entertainment websiteGolden Pig APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر