Santa’s gift rush APP download websiteSanta’s gift rush APP download website
APP12-090224
ISLAMABAD: February 09 - Caretaker Federal Minister for Information Murtaza Solangi and Caretaker Interior Minister Gohar Ejaz addressing a press conference at PID Media Center. APP/SMR/MAF/TZD
اس??ام آباد۔9فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې په لويه شمېره كښې د آزاد كانديدانو كاميابي د دې خبرې څرګندونه ده چې ټاكنې سپېځلې وې٬ امنيت ته د پېښو خطرو له امله موبائل سروس بند كړے شو٬ په پاكستان كښې په انټرنېټ او سوشل ميډيا كوم بندېز نه وو٬ د ټاكنو په ورځ فكسډ براډ بېنډ سهولت په بشپړه توګه فعاله وو ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ ??ګر??ن داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د سولييزو ټاكنو په كېدو د پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې ??ګر??ن حكومت د خپلې وعدې له مخې ټاكنې وكړې۔ ده ووئيل ??ګر??ن حكومت تېر كال په 17 اګست سوګند پورته كړې وو او لوظ يۍ كړې وو چې الېكشن كمېشن ټولټاكنو له كومه نېټه مقرر كړي هم په هغې به كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه ډېرې بې بنسټه ډنډورې وكړې شوې خو مونږ ته د دې په باوري كېدو زياته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د سی??ورټی له امله انټرنېټ سروس بندولے شي۔ په كال 2022ء كښې د نړۍ په 35 هېوادونو كښې 187 ځله د انټرنېټ سروس بند كړے شوے وو۔ ??ه ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد په دې سيمه كښې تر ټولو اوږد جنګ كړے دے۔ زمونږ په زرګونو كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ په 61 پېښو كښې 16 كسان شهيدان شول۔ د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې 28 كسان شهيدان كړې شول۔ د 15 جنورۍ څخه وروستو 47 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې د 7 آئی ای ډیز او 26 ګرېنېډ بمونو پېښې وې۔ ده ووئيل تېره ورځ د کامن وېلتھ آبزرور ګروپ مشر هم ووئيل چې كله موبائل او انټرنېټ سروس موجود نه وو هغه وخت هم جمهورت او ټاكنې وې۔ ده ووئيل د موبائل سروس بندېدو دلاسه خلك ستونزو سره مخ شول خو د وګړو د ځانونو تحفظ زيات ضروري وو۔ ??ه ووئيل د وګړو د ځانونو تحفظ د امنيتي ادارو او داخله وزارت ذمه واري ده۔ د امنيتي خطرو له امله فون سروس بند ساتلے شوے وو۔ ?? يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د آزاد كانديدانو ټاكنه د دې خبرې عكا??ي كوي چې ټاكنې سپېځلې شوي دي دي