Buffalo Victory APP game platform downloadBuffalo Victory APP game platform download
APP30-310124
ISLAMABAD: January 31 - President Dr. Arif Alvi addressing the convocation of Allama Iqbal Open University (AIOU) at Jinnah Convention Centre. APP/MAF/TZD
اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د هېواد زلمي د زده كړو ٬ پوهې او اعلی اخلاق د لارې د اولس تقدير بدلولے شي ، د پاكستان مسئلې حل كولو له به قيادت او پوهه په ښه ډول كارول وي او د هېواد ځوانان د دې كردار ترسره كولو بشپړ صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د علامه اقبال اوپن پوهنتون كانووكېشن ته خطاب كښ?? وكړه۔ صدر مملكت ووئيل چين پرمختګ د تعلیم او روغتيا په بنياد شكړے ، پاکستان له به هم د تند رفتاره پرمختګ هدفونه سر كولو له د چين په ماډل عمل كول وي۔ ده ووئيل يواځې د بشري وسائلو او سمو پرېكړو د لارې د قامونو تقدير بدلېږي۔ د پوهنتون كامياب ګرېجوېټس د هېواد اشرافيه ګرځولو سره صدر مملكت ووئيل دوئي په يو داسې هېواد كښ?? د ګرېجوېشن ډګري ترلاسه كړې چرته چې 44 فیصده يعني نزدې 26 ملینه څخه زيات ماشومان سكولونو ته نه ځي۔ صدر د منطقې سره په موازنه كولو كښ?? ووئيل د سيمې په ټولو هېوادونو كښ?? سكولو ته د تلونكو ماشومانو تناسب 98 فیصد دے۔ ده ووئيل سكول څخه بهر ماشومانو ته زده كړې ښودلو له به 50 زره نور سكولونه جوړول وي كوم چې د هېواد وسائلو تر مخه كوم آسان كار نه ښكاري۔ ده ووئيل سكول ته نه تلونكي ماشومان په هېواد كښ?? نزدې درېم نيم لكه جوماتونو څخه استفاده كولې شي۔ صدر عارف علوي په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د جمهوريت او انسانيت چيمپئن ادعا كونكې پرمختګ كړې نړۍ د بشري خواخوږۍ جذبه نه لري ، نړۍ دا مهال د خپلې ګټې تر مخه مخ په وړاندې ځي لكه څنګه چې په غزه كښ?? د بې ګناه وګړو زور ٬ ظلم او زياتي سره د مخ كېدو په اړه د دوي لخوا د كومې خواخوږۍ څرګندونه ونه كړې شوه۔ ده ووئيل پاكستان هيله لري چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم حل كړې شي خو د 70 كلونو تېرېدو باوجود دا مسئله حل نه شوه۔ صدر مملكت د پوهنتون كامياب ګرېجوېټس ته نصيحت وكړو چې هغوي په خپل عملي ژوند كښ?? د علم ترلاسه كولو هڅې روانې اوساتي۔ ده مېرمنو ګرېجوېټس ته هم ووئيل چې هغوي د واده څخه وروستو په كور پاتې كېدو سره خپلې زده كړې ضايع نه كړئ ٬ صدر ډا??ټر عارف علوي ووئېل د ټېكنالوجي په روان دور كښ?? مېرمنې خپل ملازمت او د كور كار په آسانۍ سره كولے شي۔ د 1970 په لسيزه كښ?? د علامه اقبال اوپن پوهنتون د جوړېدو پرېكړې ستائنه كولو سره صدر ووئيل پوهنتون په خاص توګه د هېواد په لرو پرتو سيمو كښ?? خلقو ته زده كړې رسولو كښ?? مهم كردار ترسره كړے۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته ډګرۍ ا?? مېډلز وركړل۔ په د موقع د پوهنتون وائس چانسلر ډا??ټر ناصر محمود په خپل خطاب كښ?? ووئيل تر دې دمه دې پوهنتون څخه نزدې 50 لکه زده كوؤنكو فراغت ترلاسه كړے۔ دا پوهنتون نرښځيانو ٬ بنديوانو او د شهيدانو ماشومانو ته د وېړيا زده كړو آسانۍ وركوي۔(